تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسراییل: امریکا دې منځني ختیځ کې د ایران ضد پوځي اېتلاف مشري وکړي
د اسراییل دفاع وزیر بني ګانټز غوښتنه کې چې سراییل او د سیمي عربي هېوادونه باید د ایران له اړخه د پېښ ګواښ پر وړاندې د امریکا له ټینګ نظامي ملاتړه برخمن شي.
هغه ویلي "اسراییل او عربي هېوادونه چې د ایران په اړه ګډې اندېښنې لري، باید د متحدو ایالتونو په ملاتړ خپلې پوځې وړتیاوې پیاوړې کړي.
ښاغلي ګانټز دا څرګندونې سیمې ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پلان شوي سفر درشل کې کړي.
د اسراییل دفاع وزیر وايي "د ایران د جنګ غوښتنې پر وړاندې مقابلې لپار ه چې د څه اړتیا ده، یوازې همکاري نه - بلکې د امریکا په مشرۍ د یوه سیمه ییز ځواک رامنځته کېدل دي، چې د ټولو اړخونو (پوځي) وړتیا پیاوړې کړي."
ټاکلې د امریکا ولسمشر راتلونکې میاشت منځني ختیځ ته سفر ولاړ شي.
رپوټونو کې راغلي چې هغه به د دغه سفر پر مهال اسراییل، فلسطین او سعودي عربستان کې ناستې او لیدنې ولري.
د سعودي دولتي تلویزیون ویلي چې ښاغلی بایډن به د خلیج هېوادونو، مصر، اردن او عراق له مشرانوسره ناسته کې ګډون وکړي.
منځنيختیځ ته د امریکا ولسمشر د سفر د بحث یو مهم ټکی به ښايي د یران اټومي پروګرام او تهران سره اټومې هوکړې ته ګرځېدو لپاره روانې هڅې او خبرې وي.
د یادونې ده چې د امریکا لخوا ایران سره اټومې هوکړې ته د ګرځېدو خبرو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.
د دغه سفر وخت له دې کبله هم مهم دی چې د ایران او اسراییل ترمنځ اړیکي اوس ډېر ترینګلي دي.
اسراییل، د دغه هېواد د پوځي چارواکو په وینا په پرله پسې ډول سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران او یا د دغو ځواکونو له ملاتړه د برخمنو ملېشو پر اهدافو بریدونه کوي.
همد راز په دې وروستیو کې ایران کې دننه هم یو شمېر پوځیان چې د قدس ځواک یو هم قوماندان هم پکې شامل و، ترور شول.
ایراني چارواکو ویلي د دوی خاوره کې د ورانکارۍ دغو پېښو کې اسراییل لاس لري.
دوی د غچ اخیستو ژمنه کړې او د سخت ځواب ویلو ګواښ کړی دی.
د اسراییل حکومت خپل اتباعو ته ویلي چې ترکیې ته دې نه ځي، ځکه کېدای شي هلته ورته د ایران له اړخه خطر پېښ شي.