د ایران انقلابي ګارد یو جګپوړی افسر وژل شوی، سپاه پاسداران یې پر وژنه امریکا تورنه کړې

د خپرېدو وخت

د ایران انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران ویلي چې "د قدس دفاع کوونکی" ډګروال صیاد خدايي د تهران په ختیځ کې د خپل کور په مخ کې "ترور شوی دی". دوو موټر سایکل سپرو هله ډزې پرې وکړې او له سیمې وتښتېدل چې دی له کوره راوتلی او په ګاډي کې ناست و. ډګروال صیاد خدايي، د ایران اسلامي انقلاب ساتندوی ګارد د قدس ځواک غړی و چې د سوریې او عراق په جګړه کې یې مهم رول لوباوه.

که څه هم هېڅ کومې ډلې لا د دغه ایراني جګپوړي افسر د وژلو مسولیت نه دی منلی خو د ایران انقلابي ګارد امریکا او د هغه متحدان د صیاد خدايي په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو اسراییل تورن کړي وو چې په ورته وژنو کې لاس لري.

د ډګروال صیاد له وژنې سره سم د ایران دولتی‌ رسنیو خبر ورکړ چې سپاه څو تنه نېولي دي چې دوی د "اسراییلو د جاسوسانو شبکه" بللې ده.‌

اسراییلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. خو اسراییلي رسنۍ وايي، د دوی سرچینې خبرې دي چې هغه د نړۍ په مختلفو برخو کې پر اسراییلي او یهودي موخو په یو لړ شویو بریدونو کې لاس او مسولیت درلود.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده دا وژنه غندلې او دا یې د "ړندو زړونو ترهګرو" کار بللی دی.

ډګروال صیاد خدايي د ایران د انقلابي ګارد د بهرنۍ څانګې قدس ځواک غړی و او په ګڼو جګړو کې یې مهم رول درلود. که هغه په سوریه کې د بشرالاسد په ملاتړ جګړه ده او که په عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې ځپل.

انقلابي ګارد صیاد خدايي د "حرم دفاع کوونکی" او په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې یې ویلي، "د حرم دفاع کوونکی ډګروال صیاد خدايي" تېر مازدېګر د مجاهدین اسلام په سیمه کې وژل شوی دی.

"د حرم دفاع کوونکي" د سپاه پاسداران هغې ډلې ته ویل کېږي چې په سوریه کې جګړه کوي.

د دغه ګارد د عامه اړیکو مسولان وايي، "د ډزو کوونکو د نېولو او پېژندلو لپاره اړین ګامونه په اخېستل کېدو دي".

داسې ښکاري چې دا په ۲۰۲۰ کال د ایران اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده تر وژنې وروسته د لوړې کچې یوه وژنه وي.

محسن فخري زاده د ایران د هستوي پروګرام پلار بلل کېده چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه تهران ته نژدې ووژل شو.‌ انقلابي ګارد ویلي وو، د فخري زاده پر موټر هغې ماشیندارې ډزې کړې چې د "مصنوعي ځیرکتیا" پر مټ او د سټلایټ په مرسته چلول شوې.

ایراني چارواکیو د هغه د وژنې تور هم پر اسرایيلو پورې کړی و.

د عربي تلویزون صدا و سیما پخپلې یوې شننې کې لیکلي چې "له حرم د دفاع په برخه کې د صیاد خدايي په کړیو کارونو کې د پردې تر شا د هغه د وژنې څرکونه موندل کېدای شي او دا په دې مانا ده چې د دغه کار رېښې د ایران تر پولو بهر دي".

د دې شننې د لیکونکي نوم نه دی په ډاګه شوی خو لیکلي یې دي چې د دغه برید تر شا اسراییل کېدلی شي، ځکه چې "په سوریا کې د ایران د ښکېلیتا او مقاومت په اړه د اندېښنو ډېرېدل یو خوا او د اټومي تړون پر سر خبرې اترې بله موضوع ده" چې اسراییل یې اندېښمن کړي وو.

په دغه تحلیل کې همدا راز په ایران کې له روان اقتصادي وضعیته د خلکو ناخوښۍ ته هم اشاره شوې چې ګواکې "د دوښمن ورپام دی".

د لیکوال اشاره د ایران په بېلا بېلو سیمو کې له همدې کبله د رامنځ ته شویو وروستیو اعتراضونو ته ده چې د دغه هېواد د اوسني حکومت د مشرانو پر ضد یې ورکوي.