اسراییل: امریکا دې منځني ختیځ کې د ایران ضد پوځي اېتلاف مشري‌ وکړي

وزیر دفاع اسرائیل گفته است «در مواجهه با جنگ طلبی ایران... آنچه که نیاز است فقط همکاری نیست، بلکه ایجاد نیروی منطقه‌ای به رهبری آمریکاست»

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د اسراییل دفاع وزیر بني ګانټز غوښتنه کې چې سراییل او د سیمي عربي هېوادونه باید د ایران له اړخه د پېښ ګواښ پر وړاندې د امریکا له ټینګ نظامي ملاتړه برخمن شي.‌

هغه ویلي "اسراییل او عربي هېوادونه چې د ایران په اړه ګډې اندېښنې لري، باید د متحدو ایالتونو په ملاتړ خپلې پوځې وړتیاوې پیاوړې کړي.‌

ښاغلي ګانټز دا څرګندونې سیمې ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پلان شوي‌ سفر درشل کې کړي.‌

د اسراییل دفاع وزیر وايي "د ایران د جنګ غوښتنې پر وړاندې مقابلې لپار ه چې د څه اړتیا ده، یوازې همکاري‌ نه - بلکې د امریکا په مشرۍ د یوه سیمه ییز ځواک رامنځته کېدل دي، چې د ټولو اړخونو (پوځي)‌ وړتیا پیاوړې کړي."

ټاکلې د امریکا ولسمشر راتلونکې میاشت منځني ختیځ ته سفر ولاړ شي.

رپوټونو کې راغلي چې هغه به د دغه سفر پر مهال اسراییل، فلسطین او سعودي‌ عربستان کې ناستې او لیدنې ولري.

د سعودي‌ دولتي‌ تلویزیون ویلي‌ چې ښاغلی بایډن به د خلیج هېوادونو،‌ مصر، اردن او عراق له مشرانوسره ناسته کې ګډون وکړي.‌

منځني‌ختیځ‌ ته د امریکا ولسمشر د سفر د بحث یو مهم ټکی به ښايي د یران اټومي پروګرام او تهران سره اټومې هوکړې ته ګرځېدو لپاره روانې هڅې او خبرې وي.

د یادونې ده چې د امریکا لخوا ایران سره اټومې هوکړې ته د ګرځېدو خبرو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

د دغه سفر وخت له دې کبله هم مهم دی چې د ایران او اسراییل ترمنځ اړیکي اوس ډېر ترینګلي‌ دي.

جو بایدن آخرین بار یازده سال پیش در سال ۲۰۱۱ در قامت معاون ریاست جمهوری وقت به عربستان سفر کرده بود.

د عکس سرچینه، Getty Images

‌اسراییل، د دغه هېواد د پوځي‌ چارواکو په وینا په پرله پسې ډول سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران او یا د دغو ځواکونو له ملاتړه د برخمنو ملېشو پر اهدافو بریدونه کوي.‌

همد راز په دې وروستیو کې ایران کې دننه هم یو شمېر پوځیان چې د قدس ځواک یو هم قوماندان هم پکې شامل و، ترور شول.‌

ایراني چارواکو ویلي د دوی خاوره کې د ورانکارۍ دغو پېښو کې اسراییل لاس لري.

دوی د غچ اخیستو ژمنه کړې او د سخت ځواب ویلو ګواښ کړی دی.

د اسراییل حکومت خپل اتباعو ته ویلي‌ چې ترکیې ته دې نه ځي، ځکه کېدای شي هلته ورته د ایران له اړخه خطر پېښ شي.