د قدس ځواکونو قومندان:‌ فخزي‌زاده د امریکا په مرمۍ ویشتل شوی

د خپرېدو وخت

د ایران قدس ځواکونو او د سپاه د بهرنۍ څانګې قومندان اسمعیل قاآني،‌ چې تېر کال په عراق کې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته د هغه ځایناستی ټاکل شوی ویلي، ایرانی اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د "امریکا په ګولۍ" ویشتل شوی.

نوموړی دا هم وايي چې "صهیونېزم" (اسراییلو) "د ترهګرۍ روزونکي" دولتونه او (منافق مزدوران) د دې قتل عاملین دي.

د ایران مذهبي مشر د محسن فخري زاده تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته، دفاع وزارت ته په یوه پیغام کې لیکلي وو چې د فخري زاده د وژلو عاملین مجازات کړي.

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو او اروپايي هېوادونو له ایران څخه د زغم غوښتنه کړې ده.

د ایت الله خامنه اي په وېبپاڼه کې د فزیک د استاد مجید شهریاري انځورونه هم خپاره شوي، چې وايي په ۱۳۸۹ کال د قوس/لیندۍ پر اتمه وژل شوی و.

ایران وايي، جدي نښې شته چې د فخري زاده د وژنې تر شا اسراییل دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم وړاندې ویلي وو، چې ایران به د "دسیسې لومه" کې ونه لوېږي.

په ورته وخت کې، د امریکا د کانګرس یوه غړي سناتور برني سنډرز د محسن فخري زاده وژنه غندلې ده.

ده ویلي، دا یو ناقانونه اور لمسوونکی عمل دی.

خو لا تر اوسه د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د فخري زاده د وژل کېدو په اړه هې‍څ غبرګون نه دی ښودلی.

مهم اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده پلازمېنې تهران ته نژدې وژل شوی.

فخري زاده داموند سیمه کې له ټپي کېدو وروسته په روغتونه کې ساه ورکړه.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ څلور ایراني اټومي ساینسپوهان ووژل شول او ایران په دې وژنو کې پر لاس لرلو اسراییل تورن کړ.

محسن فخري زاده د سپاه پاسدارن لوړ پوړی افسر او د ایران له خورا مهمو اتومي ساینسپوهانو یو و.

لویدیځو څارګرو ادارو له ډېرې مودې راهیسې د نوموړي په هکله ویل، چې د ایران په اټومي پروګرام کې یو ځواکمن کس دی.

په هغو اسنادو چې اسراییل په ۲۰۱۸ کال کې ترلاسه کړي، ویل شوي چې نوموړی د ایران اټومي وسلې چمتو کړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ۲۰۱۵ مالي کال کې نوموړی له فزیک پوه جې رابرټ اوپینهیمر سره پرتله کړ، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې منهاټن پروژه اداره کوله او بیا یې لومړنی اټومي وسله چمتو کړه.