د بریتانیا یوه هوايي ډګر له هغې معلولې ښځې بښنه وغوښته چې یو نیم ساعت الوتکه کې ایساره وه

ویکټوریا بریګنیل

د عکس سرچینه، SONIA SODHA

د خپرېدو وخت

د ګټوېک هوايي ډګر وروسته له هغې له یوې معلولې ښځې بښنه غوښتې چې په ناسته الوتکه کې ۹۰ دقیقې ایساره پاتې شوې وه.

ویکټوریا بریګنیل چې معلولیت لرونکې ده وايي،‌ په پیل کې ورته ویل شوي وو چې د الوتکې له کېناستو ۵۰ دقیقې وروسته به یې د مرستې لپاره کسان راشي خو دا موده تر یو نیم ساته وځنډېده.

په ناسته الوتکه کې اوږده موده د هغې پاتې کېدو نیوکې راپارولي دي.

د بریګنیل ملګرې سونیا سوډا پر خپله ټویټر پاڼه د هغې یو عکس خپور کړی چې پکې ښکاري د الوتکې ټوله عمله ښکته شوې او مېرمن بریګنیل یوازې په الوتکه کې د مرستې په تمه ناسته ده.

آغلې بریګنیل وايي: "داسې نه ده چې زه ناڅاپي راغلې یم او دوی خبر نه وو، ما درې میاشتې مخکې د مرستې غوښتنه کړې وه او دوی خبر وو چې زه راځم، ما چې څه تمه درلوده هغسې مرسته راسره و نه شوه."

نوموړې همدا راز ویلي" زه خپل پښې او لاسونه نه شم کارولی، له الوتکې د کوزېدو لپاره دوو کسانو ته اړتیا لرم چې د الوتکې له څوکۍ مې پورته کړي او ویلچېیر کې مې کېنوي. له ځنډ وروسته کسان له ویلچېیر سره راغلل او زه یې ښکته کړم خو هغه کسان نه وو چې په ټاکلي وخت مې مرستې ته راغلي وایي. ښايي‌ په بل کار به بوخت شوي و."

د بي بي سي یو خبریال فرانک ګارډنر
د عکس تشریح، د بي بي سي خبریال فرانک ګارډنر چې ویلچییر کاروي

ویکټوریا بریګنیل په الوتکه کې د ایسارېدو په موده کې څه شي سره مخ شوه؟

مېرمن بریګنیل وايي‌ د الوتنې په جریان کې تشناب ته هم نه شوای تلی، او له امله له دوی وروسته په دغه الوتکه کې د نورو مسافرو الوتنه هم وځنډول شوه.

د نوموړې په ټکو "زه په الوتکه کې د سفر په اړه ډېره اندېښمنه وم ځکه له دې وړاندې مې هم په الوتکه کې د څوکیو د ورکېدو خطرناکې کیسې اورېدلې وې."

نوموړې وايي مخکې یې هم دوه ځله بهرني سفرونه کړي او څلور ځله الوتکې ته ختلې ده.

سره له دې چې د بریتانیا د ګټوېک هوايي ډګر له دغې ښځې بښنه غوښتې خو هغه وايي په دې تړاو به رسمي شکایت وکړي.

ویکټوریا بریګنیل وايي" زه دا وایم چې په ۲۰۲۲ کال کې باید هېڅوک په الوتکه کې دومره ایسار نه شي. د بریتاتیا حکومت باید دې برخې ته جدي پام وکړي او د هرې برخې کارکوونکي وروزي."

د بي بي سي یو خبریال فرانک ګارډنر چې ویلچییر کاروي ویلي،‌ دا ډول وضعیت اندېښمنوونکی دی داسې ښکاري چې هوايي ډګرونه د شاته تګ په حال کې دي، دلته د پانګونې او پیسو ګټلو هڅه زیاته خو خدمات کم دي. او مسوول کسان معلولو وګړو ته هغه ډول خدمات نه وړاندې کوي لکه څنګه چې یې تمه کېږي."

ګټوېک هوايي ډګر ویلي، په دې برخه کې به څېړنې وکړي چې د آغلې ویکټوریا بریګنیل مرسته کوونکي کسان ولې ځنډېدلي‌ دي.