پلار خپلې معلولې لور ته د ۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت ساتېري ښار جوړ کړی

مورګان اوس ۲۳ کلنه ده، چې تر پخوا ډېره زیاته فعاله او پیاوړې ښکاري
د عکس تشریح، مورګان اوس ۲۳ کلنه ده، چې تر پخوا ډېره زیاته فعاله او پیاوړې ښکاري
    • Author, كلير بټس
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

کله چې یوه امریکايي پلار د خپلې معلولې لور لپاره د ساتېري مناسب ځای ونه موند، نو ټکساس ایالت کې یې د ساتېري ښارګوټي جوړولو هوډ وکړ.

جوردن هارټمن له خپلې کورنۍ سره په رخصتۍ و، خو د لامبو له بند نه چې ووت خپله ۱۲ کلنه لور مورګان یې ولیده چې له ځینو ماشومانو سره یې د لوبو کولو او ساتېري هڅه کوله، خو هغوی هم د لامبو له حوض نه ووتل.

هارټمن وپتېله چې ماشومان ځکه د ده له لور نه لیرې ولاړ چې نه پوهېدل له یوه معلول انسان سره څه ډول چلند وکړي.

همدلته د هغه په ذهن کې د یوه داسې ساتېري ځای جوړولو فکر پیدا شو چې د خپلې لور ټولې اړتیاوې پکې پوره کړي.

هارټمن وویل: "مورګان یوه ښکلې نجلۍ ده، چې ورسره مخامخ شئ، موسکا یې پر شونډو خپره وي، ډېری وخت د غاړې غړۍ لپاره چمتو وي. خو ډېر کله موږ هغه ځینو ځایونو ته له ځان سره نه شو بېولی."

دغه امریکايي پلار له خپلې مېرمنې ماګي او نورو پلرونو او میندو وغوښتل چې خپلو بچیانو ته د یوه غوره ځای په لټه کې شي، داسې ځای چې د ده معلول لور هم خوند ترې واخلي.

د مورګان پلار وویل: "په پای کې پوی شوو چې داسې هېڅ ځای نه شته".

هارټمن د عادي خلکو او معلولو کسانو ترمنځ د واټن لیرې کولو په موخه د لوبو ګډ وختېري ځایونه جوړ کړي
د عکس تشریح، هارټمن د عادي خلکو او معلولو کسانو ترمنځ د واټن لیرې کولو په موخه د لوبو ګډ وختېري ځایونه جوړ کړي

همدا وو چې هارټمن لس کاله وړاندې د یوه داسې ځای د جوړېدو هوډ وکړ، هغه د قرارادونو یو شرکت درلود، غوښتل یې د ګورډن هارټمن فامیلي په نوم یوه ټولنه جوړه کړي، دا ټولنه به غیر انتفاعي وي.

په همدې کال یې "په نړۍ کې د ځانګړو اړتیاوو لرونکو کسانو د ساتېري لپاره لومړنی ښارګوټی" جوړ کړ.

ددغه ښارګي بنسټګر وايي، دا د نړۍ په کچه پخپل ډول کې لومړنی ښارګوټی دی: "غوښتل مو د وختېري لپاره یو داسې ښارګوټی جوړ کړو چې د ځانګړو اړتیاوو لرونکي کسان پکې لوبې وکړای شي."

هلته هر معیوب کس په وړیا توګه ورتلی شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هلته هر معلول کس په وړیا توګه ورتلی شي.
ټولې لوبې او اوبو کې ساتېري د معیوبو کسانو لپاره دي
د عکس تشریح، ټولې لوبې او اوبو کې ساتېري د معلولو کسانو لپاره دي

هارټمن ډاکټران، پلرونه او میندې، روغ او معلول کسان د سلامشورو لپاره وروغوښتل، چې دا کار په غوره توګه ترسره کړي. عملا یې د ټکساس ایالت په سان انتونیو زیږه ډبرینه سیمه کې پر ۲۵ هکټاره ځمکې د ښارګوټي جوړولو چارې پیل کړې.

د "مورګان وونډرلېنډ" په نوم ددغه ښارګوټي لګښت کابو ۳۴ میلیون ډالرو ته ورسېد او په ۲۰۱۰ کال پرانیستل شو. په دې کې د ساتېری هغه ځایونه او د ماشومانو لوبغالی او کوچنی اورګادی هم شته.

هلته ورتلونکو کسانو ویلي، چې وړاندې یې د ساتېري لپاره هېڅ دا ډول زړه راښکونکی ځای نه و لیدلی.

دا تفریحي ښارګوټی معیوبو کسانو ته د تړمو اوبو د ساتېري او درملنې یو ځای هم لري
د عکس تشریح، دا تفریحي ښارګوټی معیوبو کسانو ته د تړمو اوبو د ساتېري او درملنې یو ځای هم لري

د مورګان پلار د اسونو د ځغاستې لپاره هم یو ځای جوړ کړی، چې کوچنۍ بګۍ پکې دي.

د مورګان پلار وايي، په لومړي سر کې یې لور لوبو ته زړه نه ښه کاوه، تر درو کلونو پورې هغه په دې ځای کې بګۍ او کوچني اورګاډي کې نه سپرېده.

د مورګان وونډرلېنډ دغه ښارګوټي ته د امریکا له ۵۰ ایالتونو او ۶۷ هېوادونو تر اوسه نژدې یو میلیون کتونکي ورغلي، چې کابو درېیمه برخه یې معلولین دي او هلته هر معلول کس په وړیا توګه ورتلی شي.

هارټمن وايي: "باوري یم مورګان یوه نېکبخته نجلۍ ده ځکه چې ډېرې اړتیاوې یې پوره شوې دي".

پارک

د عکس سرچینه، .