تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د یوه بندي په اړه د بریتانیا لومړي وزیر ته لیک
د بریتانیا د کاګر ګوند مشر سر کېیر سټارمر د خپل هېواد په لومړي وزیر غږ کړی چې په رسمي ډول د هغه زنداني د خوشي کولو غوښتنه وکړي کوم چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې هند کې بندی دی.
هندوستان کې بندي جګتار سینګ جوهل د سکاټلند د ډامبارتون سیمې اوسېدونکی او هندي الاصله بریتانوی دی.
نوموړی د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې د خپل واده لپاره پنجاب ته تللی و چې هندي پولیسو ونیوه او بندي یې کړ.
د ملګرو ملتونو یوه کارډله وايي، د ترهکریزو فعالیتونو په تړاو د ښاغلي جوهل نیول یو خپلسری عمل دی، هغه باید ژر تر ژره خوشی شي.
حکومت وايي، د دې قضیې په اړه یې څو ځله اندیښنه ښودلې ده.
ښاغلي سټارمر د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ته په خپل لیک کې لیکلي: "کله چې د بریتانیا له یوه وګړي سره دومره ناوړه چلن کېږي - هغه هم له کوم قانوني اصل نه پرته، د بریتانیا حکومت باید د هغه د خلاصونو لپاره په جدي توګه خبرې پيل کړي."
نوموړي دا هم ویلي، داسې ښکاري تر دې دمه کومه رسمي غوښتنه ده شوې. ده پوښتلي کله به د ښاغلي جوهل کورنۍ کولی شي د دې غوښتنې تمه وکړي.
د بریتانیا د کاګر ګوند مشر سر کېیر سټارمر وايي، ګوند به یې د جګتار سینګ جوهل خلاصون لپاره د خپل سیال ګوند ملاتړی او همغږی وي.
د ښاغلي جوهل ورور ګورپریت سینګ جوهل، چې په وروستیو کې د کارګرانو د شورا غړی وټاکل شو وايي: "د سرکېیر دا غږ او غوښتنه خورا اړینه ده."
هغه زیاته کړه: "اوس د دې وخت دی چې برتیانیا جوهل کور ته راستون کړي کوم ځای پورې چې هغه تړاو لري."
۳۵ کلن جګتار سینګ جوهل په پنجاب کې د یو شمېر ښي اړخو هندو مذهبي او سیاسي مشرانو د وژلو لپاره د وسلو د پېرلو او تمویل په تور نیول شوی دی.
د هند حکومت وايي، هغه د "کافي عدلي شواهدو" پر بنسټ نیول شوی.
همدا راز دوی دا ادعا هم کوي چې د ښاغلي جوهل ټول حقونه په پام کې نیول شوي دي.
د انګلستان د حکومت یوه ویاند وویل: "ډېر ځله د هند له حکومت سره د ښاغلي جوهل د قضیې په اړه خپلې اندېښنې راپورته کړې، له هغه سره د ناسم چلند، شکنجې او په عدالت ولاړه محکمې په اړه مو خبرې کړې دي.
"لومړي وزیر دا قضیه له خپل هندي سیال نریندرا مودي سره هغه مهال را پورته کړه او د تېر اپرېل پر ۲۲ مه یې ډیلي کې ورسره ولیدل. "