تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا او هند لومړي وزیران د دفاعي او سوداګریزې همکارۍ په هکله خبرې کوي
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن به نن له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره په نوي ډیلي کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي او انرژۍ سیکتور برخه کې د همکارۍ زیاتولو لپاره خبرې وکړي.
دواړه مشران به د سوداګرۍ یوې هوکړې په هکله هم د راتلونکې اونۍ له تازه خبرو مخکې نن په دې هکله وغږیږي.
له لومړي وزیر مودي سره د ښاغلي جانسن دا لیدنه هند ته د هغه دوې ورځني سفر پر وروستۍ هغه کېږي.
دا سفر د کووېډ له کبله مخکې ځنډول شوی و. لومړی وزیر جانسن به وروسته یوه خبري غونډه هم ولري.
له دې مخکې د بریتانیا لومړي وزارت دفتر ویلي، هند ته د پوځي تجهیزاتو صادرولو پر شرایطو او اصولو غور کوي.
ښاغلي جانسن ویلي د دې لپاره چې د وسلو پېرلو لپاره پر روسیې د هند تکیه کمه شي، بریتانیا به د جنګي الوتکو جوړولو برخه کې له هند سره مرسته وکړي.
د بریتانیا لومړي وزارت دفتر دغه راز ویلي، دواړه هېوادونه به د هند سمندر او انډوفېسفیک سیمې امنیت برخه کې هم همکاري زیاته کړي.
په دې لیدنه کې به دواړه مشران د بریتانیا او هند تر منځ د سوداګرۍ هغې هوکړې په تړاو هم خبرې وکړي، چې لومړي وزیر جانسن یې د لاسلیکېدو لپاره راتلونکي مني ته تمه کوي او دغه راز ژمنه شوې چې د 'زرغون ' هایډروجن انرژۍ په هکله به هم غور کېږي چې د بریتانیا زرغونې انرژۍ پلان یوه برخه ده.
په دې لیدنه کې به د اوکرایین پر موضوع له هندي چارواکو سره د لومړي وزیر جانسن خبرې د شنونکو په اند سخته موضوع وي.
ښاغلي جانسن ژمنه کړې، چې له هندیانو سره به خبرو کې دا موضوع راپورته کوي.
د یادونې ده، چې د نورو لوېدیځوالو مشرانو په څېر بریتانیا هم هڅه کوي، هند وهڅوي چې د بې پریتوب له پالیسۍ تېر شي او مسکو وغندي چې دوی ته د وسلو تر ټولو لویه سرچینه ده.