د لومړي وزیر مودي امنیت کې جدي تېروتنه؛ تر ۲۰ دقیقو پورې د احتجاجیانو منځ کې ایسار پاتې و

د خپرېدو وخت

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي پر یوه پله د احتجاجیانو منځ کې ۲۰ دقیقو لپاره ایسار پاتې و، چې دا پېښه یوه جدي امنیتي نیمګړتیا بلل شوې.

احتجاجیانو د یوه وزیر د استعفا غوښتنه کوله، چې پر زوی یې د کروندګرو مړینه کې د لاس درلودلو تورونه پورې شوي.

د هند کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، دا د لومړي وزیر امنیت برخه کې یوه جدي نیمګړتیا وه.

بل لور د پنجاب ایالت اعلی وزیر چرنجیت سینګ چاني د دې پېښې په هکله وايي، د دوی حکومت له لوري د امنیت برخه کې هېڅ تېروتنه نه ده شوې.

نوموړي پر چارشنبه رسنیو ته وویل:

''موږ د لومړي وزیر (دفتر) ته وویل، چې د ناسمې هوا او احتجاجانو له کبله دا سفر وځنډوي، موږ د لارې ناڅاپي بدلون په هکله هېڅ معلومات نه درلودل، د لومړي وزیر د سفر ترڅ کې هېڅ امنیتي تېروتنه نه ده شوې. ''

لومړی وزیر مودي د چارشنبې پر ګهیځ بهاټینډا هوايي ډګر ته ورسېد او د پلان له مخې به د شهیدانو یادګار ته په چورلکه کې له ورتلو وروسته فیروز پور سیمه کې یوې غونډې ته وینا کوله.

خو د خراب موسم له کبله هوايي سفر لغو شو او د ګاډو کاروان یې د شهیدانو له یادګار ۳۰ کیلومتره لېرې داسې حال کې ایسار پاتې شو، چې د لړو له کبله لار نه لیدل کېده.

د پلان له مخې لومړی وزیر باید فیروز پور سیمه کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا لپاره هم تللی وای، خو د کورنیو چارو وزارت په وینا د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې د موټرو کاروان بېرته هوايي ډګر ته ستون شو.

د کورنیو چار وزارت چارواکي وايي، د پېښې په تړاو یې له پنجاب حکومته د جدي امنیتي نیمګړتیاوو په تړاو مفصل رپوټ غوښتی دی.

بل لور اعلی وزیر چاني وايي، حکومت به یې دې لړ کې بشپړه پلټنه وکړي.

نوموړی زیاتوي، ده ته ډاډ ورکړل شوی و، چې یو شمېر احتجاجي کروندګرو یوه شپه مخکې احتجاج پای ته رسولی و، خو ځینې نور بیا 'ناڅاپه ' فیروزپور کې یو ځای شوي وو.