تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د اوبو کړکېچ: د هغې هندۍ ويډيو مشهوره شوې چې اوبو لپاره څا ته کېوځي
پر انټرنېټ یوه مشهوره شوې ویډیو چې یوه هندۍ ښځه په کې د اوبو ترلاسه کولو لپاره ژورې څا / کوهي ته کېوځي د هند په مدهیا پردېش ایالت کې د اوبو کمښت یو څرک ښکاروي.
ویډیو کې لیدل کېږي چې یوه ښځه پرته له کوم پړي یا بلې مرستې د څا په دېوالو لاندې کېوځي.
د هند مدهیا پردېش ایالت په ګوسیا سیمه کې خلک یوازې د اوبو لپاره دغو ډول خطرناکو ګامونو اخېستو ته مجبوره شوي ځکه چې د دغه سیمې ډیری چینې او څاګانې په دې وروستیو کې وچې شوي.
د هند ګڼې نورې سیمې هم د اوبو د کمښت له کړکېچ سره مخ دي.
هند کې اوبو ته د لاسرسي لپاره دغه ډول ویډیوګانې ډېرې مشهورېږي. تېر اپرېل کې یوه ورته ویډیو چې په انټرنېټ خپره شوې وه، مهاراشټرا ایالت کې یوه ښځه څا ته د اوبو لپاره د کښته کېدو حالت کې لیدل کېده.
د ۲۰۱۹ کال یو نړیوال رپوټ کې ویل شوي وو چې هند د هغو ۱۷ هېوادونو په ډله کې دی چې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.
رپوټ کې ویل شوي وو چې مدهیا پردېش، پنجاب، راجستان، اترپردېش، ګجرات، اترکند او هریانا له هغو ایالتونو دي چې تر نورو ډېر اغېزمن شوي.
مدهیا پردېش کې بیا هر کال دوبي کې اوبه کمېږي. ایالتي حکومت ژمنه کړې چې تر۲۰۲۴ کاله به د دغه ایالت ټولې سیمې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
ګوسیا کلي کې قهرجنو کلیوالو خبرداری ورکړی چې د احتجاج په ډول به د روان کال په سیمه اییزو ټاکنو کې برخه نه اخلي.
یوې ښځې ای اېن ای خبري اژانس ته ویلي: "موږ باید کوهي ته کښته شو چې اوبه راوباسو، کلي کې درې څاګانې دي، ټولې نژدې وچې دي. لاسي پمپونه هم اوبه نه لري."
دا زیاتوي: "حکومتي کارکوونکي او سیاستوال دلته یوازې د ټاکنو پر وخت راځي. دا ځل مو پرېکړه کړې چې تر هغې به رایه نه ورکوو تر څو چې د سیمې ټول خلک پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري."
په ټولنیزو رسینو ډیرو هندیانو دغې ویډیو ته غبرګون ښوولی او دا يې زړه ماتوونکې بللې. دوي پر حکومت غږ کړی چې د کلیوالو ستونزې ژر هوارې کړي.
هند په نړۍ کې له ځمکې د ډېرو اوبو ایستلو په برخه کې لومړی هېواد دی او ميلیونونه وګړي یې له همدې لارې پاکې اوبه ترلاسه کوي.
خو د نړیوال بانک د یوه رپوټ له مخې د ځمکې لاندې اوبو کمښت له امله د هند نژدې دویمه برخه وګړي د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.
شمېرې ښيي چې هند به تر ۲۰۵۰ کال د اوبو له ډېر جدي کمښت سره مخ شي او ۳۰ښارونه یې د وچېدو له برخلیک سره مخامخ دي.