شمالي کوریا ته امریکا لخوا د کورونا واکسین وړاندیز؛ پیونګ یانګ ځواب نه دی ویلی

US President Joe Biden at a news conference in South Korea

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن چې سویلي کوریا او جاپان ته په سفر تللی،‌ ویلي هېواد یې چمتو دی چې شمالي کوریا سره په عاجل ډول د کورونا واکسین مرسته وکړي، خو پیونګ یانګ تر اوسه دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.‌

شمالي کوریا په دې وروستیو کې په لومړي ځل ومنله چې دغه هېواد ته د کورونا وېروس رسېدلی او د دولتي رسنیو د رپوټ له مخې یې ۲ نیم میلیونه کسان د 'تبې' په ناروغۍ اخته شوي.

دغه هېواد تېر دوه کاله چې نوره نړۍ کې د کورونا وبا څپه په چټکۍ په خپرېدو وه،‌ د دغه وېروس د خپرېدو خبر نه و ورکړی.‌

پیونګ یانګ که څه هم اوسمهال د ټول هېواد په کچه د قرنتین محدودیتونه لګولي خو وضعیت یې له دې کبله د اندېښنې وړ دی چې څارونکي وايي د کورونا د ټېسټ امکاناتو او واکسین ته د کم لاسرسی له کبله د لوی زیان خطر سره مخ دی.‌

د دغه هېواد دولتي رسنیو خلکو ته د مختلفو بوټو د چای څښلو ، مالګوبي د غړغړې او د اړتیا پر مهال د درد اراموونکو درملو د خوړلو سپارښتنه کړې.

ښاغلي بایډن شمالي کوریا ته د کورونا واکسین د استولو وړاندیز د ګاونډۍ سویلي کوریا پلازمېنه سېول کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال وکړ.‌

هغه وویل "موږ د واکسین استولو ته چمتو یو. یوازې شمالي کوریا ته نه،‌ بلکې چین ته هم. چمتو یو چې دا ډول مرسته سملاسي وکړو... خو تر اوسه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی."‌

پیونګ یانګ تر اوسه د امریکا د کورونا واکسین د مرستې دا وړاندیز بې ځوابه پرېښی، خو مخکې یې د 'کوواکس' او سویلي کوریا لخوا ورته د واکسین د مرستې شوي وړاندیزونه رد کړي دي.‌

کوواکس کورونا ضد واکسین ته د هېوادونو د برابر او عادلانه لاسرسي نړیوال بنسټ دی.‌

د شمالي کوریا حکومت هغه مهال ادعا کوله چې په بریالۍ توګه یې د کورونا وېروس د خپرېدو مخه نیولې.

People sit near a screen showing a news broadcast at a train station in Seoul on May 12, 2022, of North Koreas leader Kim Jong Un appearing in a face mask on television for the first time to order nationwide lockdowns after the North confirmed its first-ever Covid-19 cases.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اوون په لومړي ځل پر دولتي تلویزیون له ماسک سره راڅرګند شو

چین هم دمګړۍ د کورونا وېروس د اومېکرون بڼې د خپرېدو د مخنیوي په هڅو بوخت دی،‌ چې تر نورو بڼو په چټکۍ خپرېږي.

دغه هېواد لسګونو میلیونه کسانو ته محدودیتونه اعلان کړي.

د امریکا ولسمشر سویلي کوریا کې د خبریالانو د یوې پوښتنې ځواب کې وویل چمتو دی چې په مناسبو شرایطو کې له کیم جونګ اون سره وګوري.‌