شمالي کوریا له کووېډ-۱۹ لومړنۍ مړینه اعلان کړه

People sit near a screen showing a news broadcast at a train station in Seoul on May 12, 2022, of North Koreas leader Kim Jong Un appearing in a face mask on television for the first time to order nationwide lockdowns after the North confirmed its first-ever Covid-19 cases.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اوون په لومړي ځل پر دولتي تلویزیون له ماسک سره راڅرګند شو
د خپرېدو وخت

شمالي کوریا له کورونا وېروسه لومړنۍ مړینه تائید کړه او دولتي رسنیو یې منلې چې دغه هېواد کې لسګونه زره کسانو ته تبه لګېدلې ده.‌

دغو رسنیو نن جمعه ویلي شپږ تنه له سختې تبې مړه شوي چې په دوی کې د یوه د کورونا معاینه مثبته ختلې وه.‌

دغه کس د کورونا وېروس په اومیکرون بڼې اخته شوی و.‌

د شمالي کوریا رسنیو ویلي دغه هېواد کې ۱۸۷ زره کسان چې تبه ورته پیدا شوې "منزوي او درمنله یې کېږي."

متخصصان باورمن دي چې شمالي کوریا کې به پخوا هم د کورونا وېروس موجود و.‌

خو پیونګ یانګ د پنجشنبې پر ورځ په لومړي‌ ځل رسمآ ومنله چې دغه هېواد کې د کورونا وېروس مثبته پېښه ثبت شوې.

چارواکو ویلي و چې پلازمېنه پیونګ یانګ کې د کورونا ومېکرون بڼه خپره او قرنطین اعلان شوی دی.

دوی د دغو پېښو دقیق شمېر نه و اعلان کړی.‌

تازه نن جمعه د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي چې د اپرېل له وروستیو د ټول هېواد په کچه یوه ناپېژانده تبه خپره شوې ده.

په خبر کې راغلي‌ چې شاوخوا ۳۵۰ زره کسانو کې د دې تبې نښې لیدل شوې، خو دا یې نه دي ویلي چې له دوی د څومره کسانو د کورونا معاینه مثبته ختلې ده.‌

An image released by state media shows officials - all wearing face masks - meeting Kim Jong-un to discuss Covid-19

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کیم ژمنه کړې چې دا وبا به له رېښې وچه کړي

شمالي کوریا کې حکومت وروسته له هغه ټول هېواد کې قرنطین اعلان کړ چې د کورونا وېروس لومړنۍ پېښه په کې ثبت شوه.

دولتي رسنیو پلازمېنه پیکینګ کې د کورونا اومیکرون بڼې شتون په اړه رپوټونه خپاره کړل خو د پېښو شمېر یې په ډاګه نه کړ.

له دې مخکې شمالي کوریا د واکسین هر ډول پروګرام رد کړی و، ان هغه واکسینونه یې هم رد کړي وو چې د نورو هېوادونو لخوا ورکول کېدل.

د واکسینونو په ځای شمالي کوریا د خپلو پولو په تړلو سره دا وبا کنټرولوله او ظاهرا تر دې دمه هېڅ کومه پېښې په کې نه وه ثبت شوې.

بلخوا بیا دا خبره ډېره د کارپوهانو زړه ته نه لوېږي. یو شمېر یې په دې باور دي چې کورونا ویروس لا له مخکې شمالي کوریا ته رسیدلی و.

له شمالي کوریا بهر خلک وايي، د کوریا ۲۵ میلیونه ولس د واکسینونو نه شتون له کبله له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دې هېواد د نړیوالې ټولنې ټول هغه پروګرامونه تېر کال رد کړل چې په میلیونونه اسټرازېنیکا او چینايي واکسینونه یې ورکول.

د شمالي کوریا د روغیتا او پاملرنې سیستم چندانې پیاوړی نه دی او اندېښنې یې لا ډېرې کړې دي.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس وايي، مشر یې کیم جونګ اون ژمنه کړې چې دا وبا به له رېښې وچه کړي او دا یې ملي سخت بیړنی حالت وباله او په ټول هېواد کې یې قرنطین اعلان کړ.

شمالي کوریا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د شمالي کوریا په اضطراري حالت کې سیمه ییز قرنطینونه او په کارځای کې د ډېرو کسانو ټولېدو باندې بندیزونه شامل دي

شمالي کوریا لومړنی هېواد و چې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې خپلې ټولې پولې وتړلې، ان تر دې کچې په تګ را تګ بندیزو و چې اړینو خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شوه او اقتصادي حالت یې خرابه شو.

د پنجشنبې په ورځ یې دولتي اژانس وویل، ښاغلي اون د ویروس د کابو کولو لپاره د سختو بیړنیو حالتو امر کړی.

د شمالي کوریا په اضطراري حالت کې سیمه ییز قرنطینونه او په کارځای کې د ډېرو کسانو ټولېدو باندې بندیزونه شامل دي.

د دغه هېواد رسنۍ وايي، د کورونا اومیکرون بڼې پېښه څلور ورځې مخکې په پلازمینه پیکینګ کې ثبت شوه.

د رپوټونو له مخې د پیکینګ د ځینو سیمو اوسیدونکي د لومړۍ پېښې د ثبت له اعلانه دوه ورځې مخکې قرنطین شوي وو.

د سویلي کوریا حکومت وايي، د وبا خبر په خپریدو سره یې شمالي کوریا ته د مرستې وړاندیزونه تازه کړي دي.

پیکنیګ بیا د مرستو تازه وړاندیزونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.