د اردوغان د مخالفې مشرې په ملاتړ غونډه؛‌ لسګونو زره کسانو پکې برخه اخیستې

Canan Kaftancioglu greets supporters in Istanbul, Turkey. Photo: 21 May 2022

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جانان کفتانچي اوغلو
د خپرېدو وخت

لسګونو زره کسانو د ترکیې تر ټولو ستر ښار استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د واکمن ګوند د یوې مخالفې مشرې 'جانان کفتانچی اوغلو' په ملاتړ غونډه کړې ده.‌

اغلې کتفانچی اوغلو چې ترکیه کې د خلکو جمهوريپال‌ ګوند "سي اېچ پي" د استانبول څانګې مشري‌ کوي،‌ د خپلو ملاتړو د شور او ولولو منځ کې راڅرګنده شوه او د هغوی د ملاتړ هرکلي ته یې غېږ پرانیسته.

دا په داسې حال کې ده چې هغه ولسمشر اردوغان او د ترکیې دولت ته د سپکاوي یوه جرمي قضیه کې د محکمې لخوا په څو کلن تعلیقي بند محکومه ده.

د ۵۰ کلنې جانان کفتانچي اوغلو خلاف پرانیستل شوې قضیې ته هغه ټویټري پیغامونو هم بنسټ شوي چې نوموړې لس کاله وړاندې کړي دي.‌

خو هغې تل ویلي چې دا تورونه پرې د سیاسي انګیزو له مخې لګول شوي.

جانان کفتانچي اوغلو په ۲۰۱۹ کال د استانبول د ښاروالۍ ټاکنو کې د 'سي اېچ پي' ګوند لخوا په لوی توپیر د ولسمشر اردوغان د واکمن 'اک' ګوند ماتېدو کې لوی لاس درلود.

Protesters in Istanbul unfold a giant poster of Mustafa Kemal Ataturk - the founder of the modern secular Turkish state. Photo: 21 May 2022

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اغلې کفتانچي اوغلو ملاتړو د مصطفی کمال اتاترک تصویرونه هم راوړي وو

‌لوېدیځ او د بشري حقونو مدافع بنسټونه رجب طیب اردوغان تورنوي‌ چې د ۲۰۱۶ کال له ناکامه پوځي کودتا وروسته له رامنځته شوې فضا په استفادې یې د خپلو سیاسي مخالفینو په ځپلو او د قضايي‌ او نورې دولتي سکتورونو په چاڼولو لاس پورې کړی دی.

جانان کفتانچي اوغلو ته په ۲۰۱۹ کال کې د ۹ کالو ۸ میاشتو او ۲۰ ورځو بند سزا واورول شوه.‌

خو تر استیناف غوښتنې وروسته دا بند له پنځو کلونو راټیټ شو.‌

د ترکیې د قانون له مخې تر پنځو کالو د کم بند سزا معمولآ تعلیقي وي.‌

د ترکې د خلکو جمهوريپال ګوند دا مشره تورنه شوې چې د ټویټر دغو پوستونو په وسیله یې ولسمشر اردوغان او د ترکیې دولت ته سپکاوی کړی او د عمومي اذهانو د ترهې لامل ګرځېدلې.‌