د وروڼو او خوېندو ترمنځ سیالۍ او شخړې ولې کېږي؟

.
    • Author, کېټ مورګین
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

ډېرۍ خوېندې او وروڼه په کوچنيوالي کې له یوه بل سره جنجالونه او سیالۍ کوي. د ځينو تر منځ دا کیسې په غټينې هم له منځه نه ځي خو ځينې بيا د وړکتوب له سیالیو زدکړه کوي او د عمر په تېرېدو سره یې د ماشومتوب مخالفتونه پر مینه او ګرانښت اوړي.

د وروڼو او خوېندو تر منځ سیالۍ او جنجالونه ولې راپیدا کېږي؟ له خپلو ماشومانو سره د مېندو او پلرونو چلند پر دې موضوع څه اغېز پرېباسي؟ په دغه رپوټ کې کتنه ورته شوې.

ډېرۍ خوېندې او وروڼه په کوچنیوالي کې له یو بل سره جنجال او سیالي کوي، خو د ځینو ترمنځ دا کيسه هېڅکله پای ته نه رسېږي.

روزینه وايي کله چې ځوانه وه نو له خپلو هغو دوو وروڼو سره به یې ډېر جنګونه کول چې غبرګوني او تر دې درې کاله کشران وو.‌

۴۶ کلنه روزینه اوس د امریکا په نیوجرسي کې ژوند کوي. دا وايي: ''د هغوی څېرې تر ډېره یو بل ته ورته دي او د دواړو به لاس راته یو و، ځکه نو تل به د یوه په مقابل کې دوه کسه ولاړ وو".

هغه وايي داسې ګومان کوي چې د کوچنيوالي لانجې یې هېڅکله پای ته نه دي رسېدلې او اوس هم کله کله ګومان کوي چې هماغه د ماشومتوب وخت دی.

''موږ له یو بل سره ډېر زیات توپيرونه لرو، داسې ښکاري چې موږ په جلا جلا نړیو کې یو. فکر کوم، اوس زما دوه ماشومان هم همدا ستونزه لري او خپلو کې لانجې سره کوي".

روزینه ۱۶ کلن زوی او ۱۴ کلنه لور لري چې د وړکتون له مهاله یو بل سره جوړ نه دي.

هغه وايي: ''د ماشومانو جنجال ستړی کوونکی دی. موږ له ډېرې مودې راهیسې د یوې کورنۍ په توګه ځینې کارونه په ګډه نه کول ځکه چې نه مو غوښتل د خور او ورور جنجال واورو.

داسې ورځ نه ده چې د ډوډۍ مېز ته دې ناست یو او لس دقیقې داسې تېرې شوې وي چې ماشومانو مې پر یوه بل کومه نیوکه نه وي کړې. دوی دواړه یو بل ته وار نه ورکوي، تبصرې سره کوي، ځکه چې هڅه کوي، ځان بر هغه بل برلاسی ثابت کړي".

په دې کې شک نشته چې خوېندې او وروڼه په وړکتوب کې له یو بل سره جنجال او شخړې کوي. هر څوک چې خوېندې وروڼه ولري پوهېږي چې تر یوه حده سیالي هم سره کوي.

په نیویارک کې د عقلي او عصبي روغتیا د مرکز راویا ماېنډ مرستیاله بنسټ اېښودونکې ډاکټره راېمنډ راډ وايي:''په ماشومانو کې د لویانو پرتله دا زغم کم دی چې یو څه یې خواشيني کړي، دوی غبرګون ونه ښيي او خپل احساسات قابو کړي. همدا لامل دی چې هغوی ډېرې شخړې کوي".

په ډېرو کورنیو کې د ماشومانو ترمنځ جنجالونه وي. دا جنجالونه له هغوی سره مرسته هم کوي چې د کړکېچ حلولو یا کابو کولو چل زده کړي او له یو بل سره خبرې وکړي. ځينو ته د کوچنيوالي جنجالونه د عمر درس شي. لیدلي به مو وي چې خلک په کورنیو بنډارونو کې د ماشومتوب هماغه کیسې یادوي او سره خاندي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خوېندو او وروڼو ترمنځ د خویونو ورته والی او توپيرونه دواړه د هغوی تر منځ د سیالیو او لانجو لامل کېدلی شي.

په بریتانیا کې په یوه تلویزوني پروګرام کې خوېندې او وروڼه ګډون کوي چې هر یو یې هڅه کوي تر بل ځان تکړه ثابت کړي. د دغه پروګرام لپاره په یوه څېړنه کې دوه زره بالغو کسانو ګډون کړی او

د یوه تلویزوني پروګرام لپاره شوې سروې کې دوه زره بالغو کسانو برخه اخیستې. د دوی له ډلې نیمايي ګډونوالو ویلي چې اوس هم داسې احساسوي چې له خپلو خوېندو او وروڼو سره سیالي یې پای ته نه ده رسېدلې.

۵۱ سلنه هغو همدا راز ویلي چې اوس هم په هره برخه کې سیالي سره کوي. که هغه د شتمنۍ یا جایداد درلودلو خبره وي او که دا چې دا ځل به څوک مېلمستیا کوي.

ځینې کارپوهان پر دې سره سلا دي چې داسې سیالۍ لا هم د وروڼو او خوېندو تر منځ روانې او په ډېرېدو دي.

په کوچنیوالي کې د خوېندو او وروڼو ترمنځ سیالي ښايي هېښوونکې نه وي. د روزینه په څېر ډېر کسان وروسته هم احساس کوي چې په یو کور کې له لویېدو سره سره بیا یې هم ترمنځ سیالي پاتې ده. خو پوښتنه دا ده چې ولې دغسې سیالي نه ختمېږي او موږ ترې کله ځان خلاصولی هم شو او که نه؟

پرتلنه او شخړې

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د یوتا ایالت په مرکزي پوهنتون کې د بشري پراختیا او کورنیو مطالعاتو پروفیسور شاوان ډي وایټهېډ وايي:''د انسانانو په توګه موږ پرتلنې ته لېواله یو.

خوېندې او وروڼه په طبعي ډول ځان له یو بل سره پرتله کوي، هغوی ستاسو په کور کې وي، تاسو سره یو ځای په هماغه چاپېریال او کور کې رالوېږي. همدا موږ ته یو بل سره د پرتله کولو چل راښيي".

د بېلګې په توګه، د وروڼو او خوېندو لپاره دا اسانه وي چې خپلې علمي او سپورتي لاسته راوړنې سره پرتله کړي. یا هم دا چې د کورنۍ د خوښې ماشوم څوک دی. ټول ورته تجربه لري، په دې مانا چې یوه ښوونځي ته ځي او په یوه کور کې اوسېږي.

څومره چې د ماشومانو ترمنځ د عمر واټن کم وي هماغومره یې ترمنځ سیالي هم جدي وي.

ډاکټر راډ وايي، دا د انسانانو طبعي عادت دی چې خپل ځان له نورو سره پرتله کوي. ښايي همدا د وروڼو او خوېندو ترمنځ د سیالۍ ځانګړی او اصلي لامل وي ځکه چې همدا خوېندې، وروڼه وي چې موږ ورسره په وړکتوب کې خپل ډېر وخت تېر کړی وي او د هغوی په اړه په ډېر څه پوهېږو.

حتمي نه ده چې وروڼه او خوېندې د انصاف له احساس سره رالوی شي.

دا ښايي 'طبعي' وي چې د وروڼو او خوېندو ځینې شوقونه یو ډول وي او یو شان شیان او کارونه به یې خوښېږي. خو د یو ډول شوقونو او خویونو لرونکي هم له یو بل سره د سیالۍ لپاره لارې پیدا کوي.

نسبة ضئيلة من الأطفال تتمكن من الذهاب للمدارس في مناطق الصراع

د عکس سرچینه، unicef

وایټهېد وايي، ځینې وروڼه او خوېندې هڅه کوي ځان داسې ښکاري کړي چې له نورو وروڼو خوېندو سره فرق لري او دې سره دغه سیالي یو څه راکمه کړي، په ځانګړي ډول که د دوی د عمرونو تر منځ توپير ډېر نه وي.

د روزینې تجربه هم همداسې ده. د ماشومتوب پر مهال یې له خپلو دوو غبرګونو وروڼو سره او اوس د یوې مور په توګه د دې د دوو کوچنیانو تر منځ همداسې سیالي روانه ده. هغه وايي ځان جلا ښوول د لانجو اصلي لامل وي.

د روزینې لور په سپورت کې تکړه ده او زوی یې بیا اکاډمیک طبعیته دی او په درسونو کې تکړه دی.

روزينه وايي، د دوی دواړو تر منځ همدا توپير د شخړو او جنجال اصلي لامل وي. ځکه چې وايي، لور یې باید ډېر زیات درس ووايي چې ښې نمرې واخلي، ''ډېرو ښوونکو او ان زموږ د کورنۍ غړو تل ویلي چې زوی مې څومره هوښیار دی. خو زه پوهېږم چې دا تبصرې زما پر لور ښه نه لګېږي او فشار ورباندې اچوي".

ډاکټر راېډ وايي: ''دا عامه خبره ده چې د تنکۍ ځوانۍ په عمر کې سیالي سخته یا زیاته شي، ځکه چې په کور کې مېندې او پلرونه او په ښوونځي کې استادان تمې ترې لري او په سپورتي ډګرونو کې هم د سیالۍ فضا وي".

خو له دې سره سره چې ځیني کسان ځان ته وروسته په عمر کې یوه جلا پېژندګلوي پيدا کوي خو د وروڼو او خوېندو ترمنځ د توپېرونو له امله سیالۍ او جنجالونه هماغسې دوام کوي، په ځانګړې توګه د هغو ترمنځ چې په یوه کور کې سره رالوی شوي وي.

ډاکټر راېډ وايي:''که د هغوی لارې جلا شوې هم وي او یو له بل نه توپير هم ولري، بیا هم دا په دې مانا نه ده چې هغوی به وروسته په ژوند کې جنجال نه سره کوي".

د انصاف فکتور

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خو له دې سره سره چې ځیني کسان ځان ته وروسته په عمر کې یوه جلا پېژندګلوي پيدا کوي خو د وروڼو او خوېندو ترمنځ د توپېرونو له امله سیالۍ او جنجالونه هماغسې دوام کوي، په ځانګړې توګه د هغو ترمنځ چې په یوه کور کې سره رالوی شوي وي.

د وروڼو او خوېندو ترمنځ د سیالۍ یو بل لامل د انصاف مسئله ده. پروفیسور واېټهېډ وايي د انصاف موضوع د ماشومانو لپاره ډېره مهمه ده.

''مېندې او پلرونه ښايي د خپلو لویو بچیانو پرتله کوچنیو ته ډېر پام وکړي. که د مور یا پلار په توګه تاسو خپل ۱۲ کلن ماشوم ته ووايئ چې تر لسو بجو ویښ پاتې کېدای شي، بیا ښايي لس کلن ماشوم هم همداسې وکړي، ځکه مېندې او پلرونه نه غواړي چې ماشومان یې خپلو کې جنجال وکړي.

خو کله چې د ستر پر ځای واړه ته اول دا اجازه ورکړل شي نو هغه ستر یا لوی ماشوم ته دا احساس درېږي چې انصاف نه ورسره کېږي، له همدې امله بیا جنجال پیدا کېږي".

ډاکټر راېډ زیاتوي، حتمي نه ده چې ماشومان دې د انصاف له احساس سره لوی شي. همدا د انصاف فکتور کولای شي چې له ماشومتوب وروسته هم د وروڼو او خوېندو ترمنځ د سیالۍ لامل پاتې شي.

''کله چې تاسو هغو کسانو ته ګورئ چې په خپلو کې جنجالونه لري، فکر کوئ چې موږ خو د یو ځای او د یوې کورنۍ یو، دا نو مناسبه خبره ده چې ووایو موږ له یو بل سره یو شان یو. د انصاف موضوع هله راولاړېږي چې کله یو ورور یا خور داسې احساس ولري چې د هغوی د ژوند ترمنځ یو څه نامناسب شته.

داسې یو ګومان شته لکه دا چې په ماشومانو کې یو یې ښایسته، هوښیار او تر نورو بریالی ګنل کېږي، همدا نورو ماشومانو ته داسې احساس ورکوي چې ان له جنیټيکي پلوه هم انصاف ورسره نه دی شوی".

ډاکټر راېډ زیاتوي: ''په بالغ عمر کې د وروڼو او خوېندو ترمنځ د انصاف پوښتنه د مسلک په اړه مطرح کېږي، یا دا چې واده کړي وروڼه، خوېندې له خپل ګډ ژوند څومره خوښ دي. د ملګرو په اړه خو خبره بېله ده چې وایو، موږ له مختلفو سیمو یو او جلا لیدلوری لرو.

خو د خپلو وروڼو او خوېندو په اړه بیا داسې نه وي. د وروڼو او خوېندو په اړه دا نظریه شته چې د دوی رېښه یوه ده نو ځکه چې هر چېرې یا هر څه ته چې رسېږي، باید تر منځ یې انصاف شوی وي".

یو نرم فشار

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

داسې هم نه ده چې د وروڼو او خوېندو تر منځ هر څه همداسې بد دي خو په سروې کې د ګډون کوونکو له ډلې څه باندې څلورمې برخې کسانو ویلي چې له خپلو خوېندو او وروڼو سره د کاري اهدافو په برخه کې سیالي کوي.

پنځلس سلنه کسانو ویلي چې د کوچنیوالي سیالیو هڅولي چې اوس د کاري فرصتونو په برخه کې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.

په لسو کې نژدې دوو کسانو ویلي، ډېر ګومان کوي چې د کوچنيوالي سیالۍ یې د دې لامل شوې چې وروسته په ژوند کې ډېر څه ترلاسه کړي. ځکه نو ویلی شو چې د ځینو لپاره د وړکتوب سیالۍ وروسته په ژوند کې ګټورې ثابتېږي.

خو داسې هم نه ده چې ټولې خوېندې او وروڼه دې وروسته په ژوند کې هم سیالۍ سره وکړي. د عمر په تېرېدو سره له ډېرو د کوچنیوالي شخړې او جنجالونه هېرېږي.

کارپوهان پر دې یوه خوله دي او وايي، د دې لپاره کوم ځانګړی دلیل نشته چې د ځینو وروڼو او خوېندو ترمنځ سیالي وروسته ختمېږي او په ځینو کورنیو کې بیا پاتې کېږي.

پروفیسور واېټهېد وايي: ''د وروسته ژوند اټکل د ماشومتوب له ژونده کېدای شي خو د بدلون امکان هم په کې شته. د سیالۍ احساس ښايي له دې سره کم شي چې وروڼه او خوېندې سره جلا ژوند پیل کړي او یا د دوی تر منځ فاصلې او واټن پيدا شي.

ځکه نو د هغو خوېندو او وروڼو تر منځ په طبعي ډول سیالي کمېږي چې د عمر په تېرېدو سره له یو بل نه جلا او لېري اوسېږي او ډېر کله له یو بل سره نه ويني".

پروفیسور واېټهېډ زیاتوي چې په کورنیو کې لوی بدلونونه هم د وروڼو او خوېندو ترمنځ پر سیالۍ اغیزه کولای شي.

''موږ د لویو مراسمو پرمهال بدلون وینو، لکه دا چې یو څوک واده کوي، د چا ماشوم پیدا کېږي یا یو څوک خپل مور یا پلار له لاسه ورکوي، دا مناسبتونه یا پېښې هغه نرم فشار دی چې د اړیکو په رغولو کې مرسته کوي، کله چې خوېندې او وروڼه په دغسې مناسبتونو کې سره یوځای کېږي دا ورسره د اړیکو په ښه کولو کې مرسته کوي.''

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د میندو او پلرونو یا ماشوم ساتونکو لپاره دا عادي او طبیعي ده چې له یو بل سره بحث وکړي

پروفیسور واېټهېډ وايي، دا د هر چا په شخصیت او خویونو پورې اړه لري چې کومې کورنۍ دغسې سیالۍ هېروي او کومې یې نه هېروي، ''د وروڼو او خوېندو اړیکې ځانګړې او څو اړخیزې دي، ډېر ځله هماغومره اختلافات په ټوله کورنۍ کې هم وي څومره چې د کورنۍ د ځینو غړو تر منځ وي".

کارپوهان وايي مېندې او پلرونه له خپلو ځوانو اولادونو سره د هغو طبعي سیالیو په راکمولو کې مرسته کولای شي چې په راتلونکي ژوند یا غټینې کې هغوی د نورو په نظر سپک ښکارولی شي.

ډاکتر راېډ وايي مېندې او پلرونه باید د خپلو بچیانو ترمنځ ستونزې د خپلو ټولنیزې تجربو پر بنسټ هوارې کړي.

''کېدای شي چې ستاسو په کور کې یوه داسې لانجه روانه وي چې زیان یې چاته نه رسېږي، خو که تاسو د لانجې د غوڅولو لپاره منځګړیتوب وکړئ چې زیاته نه شي، دا کار به ستاسو له بچیانو سره وروسته په ژوند کې هم مرسته وکړي".

د یونیسف شمېرې ښيي، د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د شخړمنو سیمو د لومړنیو ښوونځیو ۲۰ سلنه زده کوونکي په عام ډول ښوونځیو ته له تللو بې برخې شوي.

د عکس سرچینه، unicef

که خوېندې او وروڼه کله کله مناسبتي استدال هم سره کوي، او مېندې او پلرونه یې د ښو اړیکو لرلو ته هڅوي نو دا کار کولای شي چې پام وړ بدلون رامنځ ته کړي.

پروفیسور واېټهېډ وايي: ''د خوېندې او وروڼه اړیکې ټول عمر دوام کوي. وروسته په ژوند کې ورته لا ارزښت پیدا کوي. کله چې زموږ مېندې او پلرونه مري نو همدا خوېندې وروڼه مو وي چې موږ ورسره د کورنۍ اړیکې پالو او همدا خوېندې وروڼه دي چې یو بل ته پاتې کېږي".

روزینه وايي: ''موږ په یوه کور کې رالوېدو خو زما او زما د وروڼو ترمنځ ډېر اختلافات وو، خو اوس موږ ټول سره په یوه کورنۍ کې یو ځای یو. موږ د خپلې مور په اړه ټلیفوني پیغامونه یو بل ته سره لېږو. که څه هم د دغه ګرانښت پيدا کېدو ډېر وخت ونیوه. زه لږ تر لږه له خپل یو ورور سره د پخوا پرتله نژدې شوې یم".