مینه رښتیا هم شته، که یوازې هوس دی؟ توپیر یې څنګه کېدلی شي؟

POHOTO

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

چې خبره د مینې شي نو زړه هسې ډوب ډوب شي، که مین یاست نو ښايي هر څه به درته ښکلي او ښه ښکاري، خلک هم درباندې ښه لګي او ښایي زړه به هم خوشاله وي.

د مینې ښکارولو بېلابېل ډولونه دي خو کله مو فکر کړی، چې پر یو چا مین واوسئ نو مغزو یا ذهن کې مو څه تېرېږي؟

یوه پېچلې پوښتنه دا ده چې د مینې او جنسي ميلان یا هوس تر منځ توپیر څه دی او څنګه یې پېژندلی شئ؟

د راټګرم پوهنتون پروفیسوره هېلې ای فېشر د دې پوښتنې په اړه وايي چې د رومانوي مینې درې اړخونو دي، تر ډېره جنسي ميلان تر نورو اړخونو لومړی وي خو تل داسې هم نه وي.

ځینې خلک چې د جنسي اړیکو هیله نه لري نو د هغوی په مینه کې بیا هوس نه وي خو د جنسي ميلان احساس یا هوس اصلآ د دوو هورمونونو اېسټروجن او ټېسټېسټرون له امله وي.

دغه هورمونونه کولی شي ستاسو پر جنسي خواهشاتو او وړتیا اغېز وکړي. دا کېدلی شي ارثي وي او هر کس ته د مور پلار د ډي اېن اې له لارې هم انتقالېدای شي.

POHOTO

د عکس سرچینه، Getty Images

د رومانوي مینې دویم اړخ جاذبیت یا کشش یا دا وړتیا ده چې یو انسان څومره زړه راښکونکی دی.

که موږ د یو چا په اړه دغه ډول احساس ولرو نو دا کېدلی شي د نشې په څېر واوسي. د انسان بدن کې د ډوپاماین په نوم کیمیاوي مواد دي چې دماغو کې خارجېږي او اصلا همدا مو هڅوي چې د مخالف جنس وګړو لپاره په تکراري ډول دغه ډول احساسات ولرو.

ځینې خلک په دې کې ښکېل شي او تل د ډوپاماین کیمیاوي موادو تر اغېز لاندې هڅه کوي یو نوي کس سره اړیکه جوړه کړي او له دې لارې خوښي مومي.

ډوپاماین د دماغو هغه برخه خپه کوي چې د انسان منطقي سوچ او سم چلن کنټرولوي.

خلک کولی شي تر ۱۸ میاشتو دغه حالت کې واوسي. د بدن یو بل هورمون چې د زړه راښکوالي احساس کې مهم رول لوبوي د نورپاینفراین په نوم دی.

د مین انسان بدن چې له څه ډول حالته تېرېږي، د مثال په ډول - لاسونه خوله شي، د زړه درزا ډېره شي او یا په چټکۍ سا اخلئ - په دغو ټولو کې د نورپاینفراین هورمون مهم رول دی.

د مینې ناوړه اړخونه

POHOTO

د عکس سرچینه، ANI

مینه ناوړه اړخونه هم لرلی شي. د انسان موډ یا طبیعت منظم ساتلو هورمون سیروټونېن کچه که بدن کې ډېره کمه شي نو دې سره د یوه بل چا پر وړاندې د حسد یا کینې احساس پیدا کېږي.

ټول پوهېږو چې مینه ډېر کله تلپاتې نه وي او که زړه مو مات شي نو ښایي داسې درښکاره شي چې ګواکې د زړه له حملې تېرېږئ.

مینه کې د زړه له ماتېدو وروسته چې انسان کوم درد احساسوي، د هغو کیمیاوي موادو له امله وي چې زموږ مغزو ته د بدن د درد سیګنال ورلېږي.

خلک مینېږي او ډېر خو غواړي چې تل د مینې احساس ولري، لامل یې دا دی چې ډوپاماین هورمونز راباندې اغېز کوي.

که د یوه بل چا پر وړاندې د رومانوي مینې احساس نه کوئ نو پوه شئ چې ماغزه مو پر زړه زورور دي.