هرات کې طالبانو امر کړی رستورانونو کې د کورنۍ نارینه دې له ښځو بېله ډوډۍ وخوري

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان له لوېدیځ ولایته رپوټونه وايی، هلته د طالبانو حکومت رستورانونو ته تازه امر کړی چې د کورنیو د خپلو غړو په ګډون نارینه او مېرمنې په یو ځای کې ډوډۍ نه شي خوړلی.
د هوټل مالکانو بي بي سي ته ویلي، دې پرېکړې د هغوی په کاروبار بد اغېز کړی دی.
خو به کابل کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت وايی د یوې کورنۍ نارینه او مېرمنې هوټل کې یو ځاي ډوډۍ خوړلی شي خو یو څو کورنۍ يو ځای نه شي غوڼدېدلی.
د دې وزارت ویاند محمد صادق عاکف بی بي سي ته وویل، کله چې کورنۍ ډېرې وي، باید یو بل سره ګډې نشي.
په افغانستان کې د ښځو او سړیو د جلاوالي لپاره نوي واکمن یو پر بل پسې داسې ګامونه اخلي چې يو شمېر خلک يې ناخوښه کړي دي.
په تازه پرېکړه کې د دغه هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې هغه خلکو ته طالب سرتېري په لاره کې درېدلي چې که رستورانونو ته ځي باید له نورو خلکو په جلا ځایونو کې ډوډۍ وخوري او که دا کار نه کوي کور کې د ډوډۍ وخوري.
دا لا معلومه نه ده چې د افغانستان نورو ښارونو کې هم دا تصمیم پلی شوی خو د هرات د هوټلونو ځینو مالکانو بي بي سي ته ویلي، طالب چارواکي ورغلي او خپله دا پرېکړه يې ورته اعلان کړې ده.
دې پرېکړې بېلابېل غبرګونونه راپارولي. ځينې ترې خوښ دي او وایې له پخوا یې همدغه کار کاوه خو ځینې نور بیا پرې نیوکه لري.
د هرات ولایت یوې اوسېدونکې چې له ورته پیښې سره مخ شوې، بي بي سي ته وویل:
"موږ بېخي حیران شوو چې راته يې وویل، نارینه مو باید جلا او ښځې جلا ځای کېني، دې کې څه ستونزه ده چې موږ د کورنۍ له غړو سره یو ځای کېنو او ډوډۍ وخورو؟ مخکې مو یو ځای ډوډۍ خوړه. مجبور شوو چې بېرته کور ته راشو."

د عکس سرچینه، Reuters
په افغانستان کې دا چاره نوې نه ده بلکې ډېری رستورانونه د سړیو او ښځو لپاره جلا ځایونه لري او ډېری رستورانونه د کورنیو لپاره د جلا خونو یا غرفو اسانتیاوې هم لري.
خو په هرات کې د رستورانونو مالکان وايي، د هرات له ځایې طالب چارواکو سره یې ستونزه شریکه کړې، او هغوي ورته ویلي چې ستونزې ته به یې رسیدنه وشي.
د رستوران یو څښتن وايي:"راغلل، ویل یې چې له دې وروسته باید نر او ښځې په رستورانونو کې جلا کېني، ځکه دلته ډېره ګڼه ګوڼه لیدل کېږي او ګواښ یې وکړ چې که بیا راغلو او خلک بیل نه وو، بیا به تاسې سره ګورو."
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر وايي، د یوې کورنۍ نارینه او ښځې کولای شي په یوه میز ډوډۍ وخوري خو څو کورنۍ نشي کولای په یوه ځای کې ګډه ډوډۍ وخوري.
هغه وایې که کورنۍ زیاتې وي، باید خبرې سره ونه کړي او هره کورنۍ په یوه مشخص یا ځانګړي ځای کې ډوډۍ وخوري.
طالبانو له دې وړاندې په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو لپاره جلا ورځې ټاکلې چې په ټاکلو ورځو باید د زده کړو لپاره ورشي.
دارنګه تفریح ځایونو ته د ښځو او سړیو د ورتګ لپاره هم ورځې ځانګړې شوې دي.





















