''د رستورانت جوړولو کې مې د چا پرواه نه ده کړې''

- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي کوټه
- د خپرېدو وخت
د بلوچستان مرکزي ښار کوټې اوسېدونکې نایله هزاره له تېرو پنځو کلونو راهیسې د مري اباد سیمې سبزي مارکیټ کې سابه پلوري.
د نایله عمر داسې حد ته رسېدلی، چې باید آرام وکړي، خو نوموړې ځکه هره ورځ له ګهیځه تر مازدیګره سابه پلوري، چې میړه یې د هدفي وژنو یوې پېښې ښکار شوی و. هغه وايي:
''مېړه مې هزارګنجي سیمې ته د سبزي راوړلو لپاره تللی و، له نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی و. اوس د کور لګښتونه دي، ماشومان دي، د ښوونځي لګښت یې دی، اړه یم دلته کار وکړم. ''
دا وروستیو کلونو کې د کوټې هزاره توکمه اوسېدونکي د ګڼو هدفي بریدونه ښکار شول، چې له کبله یې یو شمېر کورنۍ له خپلو سرپرستانو محرومې شوې.

د دغو هدفي وژنو د ښکار شویو یو شمېر کسانو ښځینه اولادونه د کوټې ښار هزاره ټاون سیمې یوه رستورانت کې مزدوري کوي.
د دغه هوټل یوه ځانګړنه دا ده، چې ټولې کارکوونکې یې ښځې دي. دا بلوچستان کې د ښځو لخوا د رستورانت چلولو لومړۍ تجربه ده.
د هوټل مېرمن حمیده علي هزاره وايي هدف یې دا دی، چې ښځې له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي. نوموړې وايي که داسې ښځې ډېرې شي، چې معاش ومومي، د ټولنې پرمختګ کې به یې ونډه مهمه شي:
''د همدې فکر پر بنسټ مې هزاره رستورانت جوړ کړ، د هېچا پرواه مې نه ده کړې، د هېچا د فکر پرواه مې نه ده کړې او دغه کار مې کړی او خوښه یم چې بریالۍ شوم. ''
د رستورانت یوه کارکوونکې معصومه وايي، تر اوسه یې د رستورانت له مشتریانو هېڅ نامناسبه یا زړه ماتونکې خبره نه ده اورېدلې:

''هر څومره کسان چې دلته راغلي عزت او درناوی یې راکړي، شاباسي راکوي، چې یوه نجلۍ یم او دلته کار کوم. ''
د کوټې هزاره توکمو دغه ډول نوښتونو په اړه د هزاره دیموکراتیک ګوند(ایچ ډي پي) مشر عبدالخالق هزاره وايي، هزاره ګان لوستي خلک دي:
''هزاره ګان لبرال او جمهوریت خوښونکي خلک دي، دوی پر جنسیتي مساواتو باور لري او موږ دې لړ کې نورې هلې ځلې کوو. ''

نوموړی وايي د دغه ځای د هزاره توکمو نیمايي نفوس ښځې دي:
''تاسې ولیدل، چې زموږ نجونو مډالونه وګټل، دوی په لوبو کې د بلوچستان او په ټوله کې د هېواد استازیتوب کوي. ''
نوموړی وايي 'کله چې رخصتۍ شي پر علمدار روډ له هلکانو ډېرې نجونې لیدل کېږي او دوی ښوونځیو کې ښې نومرې مومي. '


















