د پاکستان د کابینې دفتر: عمران خان نور لومړی وزیر نه دی

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستاني حکومت د کابینې دفتر په یوه رسمي بیانیه کې اعلان کړی دی چې د قامي اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته عمران خان نور د دې هېواد لومړی وزیر نه دی.

په بیانیه کې راغلي، د پاکستان د اساسي قانون د ۵۸ (۱) مادې له مخې د قامي اسمبلۍ له منحل کېدو سملاسي‌ وروسته لومړی وزیر هم له خپلې دندې لېرې کېږي.

د لومړي وزیر یو سلاکار شهباز ګېل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د کابینې دفتر پرېکړه له اساسي قانون سره سمه ده. خو نوموړي ویلي، د نوي سرپرست لومړي وزیر تر راتلو به عمران خان خپلې دندې ته دوام ورکوي.

یاده دې وي‌ چې عمران خان د یکشنبې پر سهار د پاکستان له ولسمشره د قامي اسمبلۍ د منحل کولو غوښتنه کړې وه.

ولسمشر عارف علوي د لومړي وزیر له غوښتنې سره سم قامي اسمبلۍ منحل کړه او ورسره کابینه هم منحل شوه. اوس به یو سرپرست لومړی وزیر او کابینه واک سمبالوي،‌ او د پاکستان د اساسي قانون له مخې به په ۹۰ ورځو کې دننه تازه ټاکنې کېږي.

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونه وایي، لومړي وزیر عمران خان د قامي‌ اسمبلۍ په منحل کولو سره اساسي قانون تر پښو لاندې کړی دی او باید حساب ورسره وشي.

خو ښاغلی عمران خان وایي،‌ مخالفین یې باید د پلمو پر ځای ټولټاکنو ته ځانونه چمتو کړي او د پاکستان خلک باید د خپل برخلیک پرېکړه وکړي.

خبره څنګه تر دې ځایه ورسېده؟

تحریکِ عدم اعتماد

د پاکستان ګڼو سیاسي ګوندونو تېره اوونۍ په قامي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر عمران پر ضد د 'نه باور رایې' کارولو بهیر پیل کړ.

په دې تړاو د اپوزیسیون لخوا وړاندې شوی قرارداد تېره اوونۍ ومنل شو او ټاکل شوې وه چې د یکشنبې پر ورځ رایه اچونه وشي.

په تېرو څو ورځو کې د لومړي وزیر عمران خان یو شمېر اتحادي ګوندونه هم له اپوزیسیون سره یو ځای شول او په دې توګه ښاغلي‌ خان قامي‌ اسمبلۍ کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ.

د نوموړي پر ضد د 'نه باور رایې' بهیر د بریا لپاره اپوزیسیون ګوندونو د ۱۷۲ وکیلانو رایې ته اړتیا درلوده،‌ او یو مهال ۱۹۴ وکیلان له اپوزیسیون سره یو ځای شوي وو.

خو د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د قامي‌ اسمبلۍ مرستیال مشر د اپوزیسیون قرارداد له قانون سره په ټکر کې وباله او پرې د رایې اچونې اجازه یې ورنکړه.

له دې سره هممهاله لومړي وزیر عمران خان قام ته په وینا کې اعلان وکړ چې له ولسمشر یې د قامي‌ اسمبلۍ د منحل کولو غوښتنه کړې،‌ او په ۹۰ ورځو کې دننه به تازه ټولټاکنې ترسره کېږي.

عمران خان له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پاکستان لومړی وزیر دی او مخالفین یې تل پرې تور لګوي چې د پاکستاني‌ پوځ په مرسته واک ته رسېدلی دی.

خو له تېرو څو میاشتو راهیسې د عمران خان او د پاکستاني پوځ اړیکې هم ترینګلې شوې دي، او د ډېرو په باور د نوموړي پر ضد د روان کمپاین تر شا هم د پوځ لاس دی.

پخپله عمران خان تور لګوي چې د امریکا په مشرۍ یو شمېر بهرنۍ کړۍ غواړي چې دی له واکه لېرې کړي، ځکه د ده په وینا حکومت یې د امریکا پر ځای له روسیې او چین سره پیاوړې کړې وې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه په کلکه رد کړي،‌ او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم د شنبې پر ورځ‌ یوې غونډې ته وویل،‌ امریکا د پاکستان یو مهم اتحادي دی.