د بریتانیا پر حکومت د نازنین زاغري نیوکه: "شپږ کاله مې باید زندان کې نه وای تېر کړي"

نازنین و ریچارد
د عکس تشریح، نازنین په ۲۰۱۶ کال کې د ایران حکومت د نسکورولو دسیسي په تور نیول شوې وه
د خپرېدو وخت

په ایران کې له شپږ کلن بنده تازه ازده شوې ایراني الاصلې بریتانوۍ مېرمنې نازنین زاغري راټکلېف د بریتانیا پر حکومت نیوکه کړې چې د دې په را خلاصولو کې یې ډېر وخت لګولی او نوموړې په ناحقه شپږ کاله په بند کې تېر کړي.

۴۳ کلنې نازنین زاغري د خپل خاوند او د هغو خلکو د هڅو ستاینه وکړه چې له بنده د نوموړې په خلاصون او له کورنۍ سره یې د بېرته یو ځای کېدو کې مرسته کړې.

اغلې زاغري بریتانیا پارلمان ودانۍ کې یوې خبري ناستې ته وویل" ایران کې عدالت هیڅ مانا نه لري او د دوه طابعیته خلکو ازادي باید نړیوالو هوکړو سره و نه تړل شي"

هغې په بند کې د خپلو تجربو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه"دا پېښه به ما تل ځوروي او هیڅکله به مې هېره نه شي"

له بنده د ازادېدو وروسته نازنین زاغري خپله لومړنۍ خبري غونډه کې د ایران پر محاکمو نیوکه وکړه او خپل بند یې ناقانونه یاد کړ.

د بریتانیا د پارلمان غړې تولیپ صدیق د بهرنیو اړیکو لشه کمېټې غوښتي، باید په دې اړه پلټنه وکړي چې له بنده د نازنین ازادېدو ولې دومره وخت ونیوه.

نازنین همدار زار ویلي، غواړي له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي او "ډېر داسې کارونه شته چې خپلې لور او مېړه سره یې باید ترسره کړي"

هغې له خلکو غوښتي چې د شخصي ژوند او حریم درناوی یې وکړي او له خپلې کورنۍ سره وخت تېرولو ته یې پرېږدي.

نازنین زاغري راټکلیف او یو بل ایراني الاصله بریتانوی وګړی انوشه آشوري چې شپږ کاله په ایران کې بندیان وو تېره اوونۍ له بنده ازاد شول.

نازنین په ۲۰۱۶ کال کې د ایران حکومت د نسکورولو دسیسي په تور او ښاغلی آشوري بیا په ۲۰۱۷ کال کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو چې د بریتانیا حکومت له پرلپسې هڅو وروسته ازاد شول.