لندن له تهرانه غواړي چې بريتانويان خوشي کړي

د ویډیو تشریح، لندن له تهرانه غواړي چې بريتانويان خوشي کړي
د خپرېدو وخت

ټاکل شوې د بریتانیا نوې د بهرنیو چارو وزیره لېز ټرس په ایران کې د بندي بریتانیايي وګړیو نازنین زغري رډکلېف او انوشې آشوري ازادېدل وغواړي.

اشوري په لس کلن بند په تهران کې بندي دی. د بریتانیا وزیره په نیویارک کې له ایراني چارواکو سره ګوري.

د دې بنديانو کورنۍ او خپلوان یوه مثبت خبر ته سترګې پر لار دي. پام مو وي چې په دې رپوټ کې ځینې برخې ښايي تاسې خپه کړي.