تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلېنسکي: د روسیې برید له پيل راهيسې ۱۳ سوه اوکرایيني سرتېري وژل شوي
د اوکرايين ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي، پر دغه هېواد د روسيې د بريد له پيل راهيسې تراوسه پورې ۱۳۰۰ اوکراییني سرتېري له روسي ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوي دي.
بي بي سي نشي کولی په مستقیم ډول دا شمېرې تائيد کړې.
بلخوا بیا لوېدیځې نظامي سرچینې اټکل کوي چې تر دې دمه شاوخوا ۶۰۰۰ روسیي ځواکونه په دې جګړه کې وژل شوي دي.
ښاغلی زېلېنسکي وايي، د جمعې په ورځ ۵۰۰ روسي سرتېري اوکرایین کې تسلیم شوي هم دي.
نوموړي روسي ځواکونو ته په خطاب کې وويل، "د خلکو په ذهنونو او مغزو قبضه کول ناشونی دی. د ښارونو نيول به لنډ مهال وي او دوامداره به نه وي ."
ولودمير زېلېنسکي له روسیې سره د سولې خبرو لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ پر اوربند هم ټينګار وکړ.
د اوکرایین ولسمشر وويل، ديپلوماتان د اوکرايين او روسيې تر منځ د خبرو پر يوه احتمالي اجنډا کار کوي.
نوموړي زياته کړه، "زه غواړم چې دا کار وشي او د جګړې د پای ته رسولو بهير او د سل په سلو کې د سولې بهير بايد په اوربند سره پيل شي".
هغه وويل چې غواړي له خپل روسي سيال ولادیمير پوتين سره خبرې وکړي او د دې ډول خبرو په اړه د اسرائيلو له لومړي وزير نفتالي بېنېټ سره غږېدلی دی.
په ورته وخت کې عیني شاهدان او رپوټونه وايي پرون شنبه (د مارچ ۱۲مه) د چاودېدونکو توکو لېدونکې یوه بې پیلوټه الوتکه په پلازمېنه کېیف کې د اوکراییني ځواکونو لخوا نسکوره کړای شوه.
ویل شوي چې په دې ډرون الوتکې کې درې کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوی وو چې د غورځېدو له امله یې په په یوه بانک کې اور ولګېد خو اور ډېر نه و.
دا په داسې حال کې ده چې روسيي ځواکونو د اوکرایین د پلازمینې کیېف شاوخوا جګړې ته زور ورکړی دی. داسې ښکاري د روسي ځواکونو لوی کتار ورو ورو دغه ښار ته نژدې کېږي.
د پلازمېنې په شمال لوېدیځ کې د درنې جګړې رپوټونه ورکړل شوې دي. د اوکرایین په نورو ښارونو کې هم د بریدونه خبرداري اورول شوې دي.
په ورته وخت کې د پولنډ د پولې ساتونکو ادارې ويلي، د اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې تر ۱.۶میلیونه ډېر کسان پولنډ ته تښتېدلي دي.
د وارسا پوهنتون د څېړنو مرستیال ماکیک دوزچیک اټکل کوي چې شاوخوا یو میلیون کډوال په پولنډ کې پاتې دي او نور بيا بېلابېلو هېوادونو ته تللي دي.