د روسانو بریدونه: خارکيف کې جګړه

د خپرېدو وخت

خارکيف د اوکرايين دوهم لوی ښار، او د دغه هېواد ختيځ کې د روسيې له پولې سره نژدې دی، چې هره شپه د روسيې شپنيو هوايي بريدونو سره مخامخ وي. دې ښار کې لسګونه ملکيان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل دي. د ښار ډېر استوګن تښتېدلي دي.

د بي بي سي کوېنټن سمروېل د اوکرايين له پوځ سره ملګری شوی، چې د روسي پرمختګ پروړاندې جنګېږي.

ده ډېر کلونه سوريه کې د جګړې په اړه هم راپورونه ورکړي، او هلته یې د روسيې ټکټيکونو کيسې کړې دي.

له خارکيفه د ده دې ځانګړي راپور کې د جګړې له لومړۍ کرښې بوږنوونکي انځورونه دي، چې ښايي ځينو ته خواشينوونکي وي.