امریکايي سناتوران وايي، څارګرې ادارې سي ای اې د امریکایانو جاسوسي کړې

د خپرېدو وخت

دوو امریکايي سناتورانو د خپل هېواد پر څارګره اداره 'سي ای اې ' تور پورې کړی، چې د امریکایانو جاسوسي کوي.

دواړو دیموکرات سناتورانو ران وایډن او مارټین هاینریش د څارګرو ادارو لوړپوړو امریکایي چارواکو ته په یوه لیک کې ویلي، سي ای اې مسوولینو 'په پټه ' او له رسمي اجازې پرته په یوه داسې پروګرام کې چې دا وروستیو کې افشا شوی، د امریکايي وګړو جاسوسي کړې ده.

دوی د دې پروګرام درجه بندۍ لېرې کولو غوښتنه کړې. په رسمي توګه د سي ای اې او امریکا ملي امنیت 'این ایس اې ' ادارو دنده د هېواد له پولو بهر ده او د ۱۹۴۷ یوه قانون له مخې په هېواد کې دننه جاسوسي اجازه نه لري.

په امریکا کې د دولت له لوري د معلوماتو یو ځای کولو موضوع په امریکا کې مخکې هم ناندرۍ راپورته کړې دي.

د یادونې ده، چې د انټرنېټي څار او اړیکو اړوند درجه بندي شوي اسناد په ۲۰۱۳ کال کې ایډورډ سنوډن افشا کړل او له هېواده وتښتېد.

ښاغلي سنوډن چې د امریکا امنیت او اطلاعاتو پخوانی کارکوونکی و، هغه مهال رسنیو ته هغه اسناد ورکړل، چې د امریکا ملي امنیت 'این اس ای ' له لوري د نړۍ په لر او بر کې د سیاسي مشرانو او نورو خلکو د انټرنېټي او ټیلیفوني جاسوسۍ اړوند رازونه هم پکې شامل وو.

د سنوډن له خوا د افشا شویو معلوماتو اروزنې لړ کې د واشنګټن پوسټ یوه ارزونه کې معلومه شوه، چې نوې سلنه عام امریکایان داسې څارل شوي چې 'د ملي امنیت ادارې د بل چا لپاره جال غوړولی و. '

امریکايی لوړ پوړو چارواکو تر هغه وخته دا ردوله او ان د امریکا کانګرېس ته یې له لوړې سره سره دروغ ویلي، چې دوی په شعوري توګه د معلوماتو له داسې ټولولو خبر وو.

د امریکا یوې محکمې بیا وروسته دا پروګرام چې د پریسم په مخفف نوم یادیده، غیر قانوني وباله.

بل لور د امریکايي حکومت چارو څارونکو پروسږ کال د سي ای اې دوو داسې پروګرامونو یادونه وکړه، چې اوس یې سناتوران وايډن او هینریچ په هکله وايي، احتمالاً له مخې یې بې اجازې د امریکایانو جاسوسي شوې ده.

د پنجشنبې پر ورځ سې ای اې بیا د یوه داسې پروګرام په هکله چې له درجه بندۍ ایستل شوی، معلومات خپاره کړل خو د ''عملیاتي راز ساتلو اړتیا '' له کبله یې له همدې درجه بندۍ د بل یوه له ایستلو انکار وکړ.