امریکا: پوځي افسرانو د سي ای اې له لوري د زنداني ځورونه د امریکا لپاره د داغ په نامه غندلې

د خپرېدو وخت

د امریکا ۷ لوړ پوړو پوځي افسرانو یوه قضايي پلاوي پر یوه زنداني د څارګرې ادارې سي ای اې مسوولینو له لوری ادعا شوی تشدد، د امریکا پر اخلاقي ارزښتونو یو داغ بللی.

د بخښنې اړوند یوه لیک کې چې د پلاوي ډیری غړو له لوري دی او نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی، له ماجد خان سره چلن غندل شوی دی.

ماجد خان د القاعده ډلې لپاره د پیغام رسول منلي و او له ۲۰۰۳ راهیسې زنداني و او د نوموړي شاهدي د سپتمبر ۱۱ مې پېښې په تړاو د نیول شویو کسانو له ډلې ځانګړې وه.

هغه تېره اونۍ د وهل - ټکول کېدو، په اوبو کې د سر ډوبېدو، بې جامو کېدو او په تیاره کې د تړل کېدو په ګډون د سپکاوي او ځورونو په تړاو شاهدي ورکړه.

ماجد خان وايي: ''څومره ډېره همکاري مې چې کوله، هغومره ډېر یې ځورولم. ''

خان په پاکستان کې له لوی شوی او په ۱۶ کلنۍ کې امریکا ته تللی و.

نوموړی وايي، ''تنکی، ژر تر اغېز لاندې راتلونکی او زیانمنونکی زلمی '' و چې تنظیم ته جذب شو او اوس چې ۴۱ کلن دی، ترهګري او القاعده دواړه ردوي.

د نوموړي مدافع وکیل وايي د ده له موکل سره ''له دې سره سره چې د نیول کېدو له پیله یې د امریکايي څارګرو ادارو له مسوولینو سره همکاري کړې، سخت او ناوړه تشدد شوی. ''

خان تېره اونۍ د کیوبا ګوانتانامو بې پوځي اډه کې د قضايي پلاوی پر وړاندې د شاهدۍ ۳۹ پاڼې بیان ولوست.

نوموړی تېره اونۍ په ۲۰۰۲ کال کې د القاعده پلانونو کې د ګډون په تور په ۲۶ کاله زندان سزا محکوم شوی دی.

بل لور د پوځي قضايي پلاوي له اتو نه اووه غړو د بخښنې په هکله لیک کې ویلي، ''له خان سره شوی سلوک د څارګرۍ له عملي ارزښتونو نه و او نه هم د امریکا له نورو ګټو سره اړخ لګوي، بلکې دا د امریکا پر اخلاقي ارزښتونو یو داغ دی او له ښاغلي خان سره د امریکايي مسوولو کسانو چلن باید د امریکا حکومت لپاره یو شرم واوسي. ''

امریکايي خبریالان وايي، له ۲۰۱۲ کال راهیسې چې نوموړي لومړی ځل جرم منلی، له امریکايي چارواکو سره د تحقیق برخه کې د هغه د همکارۍ پر بنسټ د یوه جوړ جاړي درخواست له مخې ښايي ښاغلی خان د فبرورۍ تر میاشتې پورې له زندانه خوشی شي.