پاکستان؛ د 'فساد ضد مبارزې' لپاره د لومړي وزیر سلاکار له دندې استعفا وکړه

اکبر

د عکس سرچینه، Pid

د خپرېدو وخت

د کورنیو چارو او حساب ورکولو 'احتساب' چارو کې د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سلاکار شهزاد اکبر له خپلې دندې استعفا کړې.

نوموړي پر ټویټر پاڼه لیکلي، هیله من دی، چې هیله من دی، پاکستان کې به د عمران خان په مشرۍ د احتساب لړۍ دوام وکړي.

له دې مخکې د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې لومړي وزیر د ښاغلي اکبر ګوښه کولو پرېکړه کړې، خو هغه مهال د عمران خان یوه ویاند شهباز ګل دا رپوټونه ناسم بللي وو.

د یادونې ده، چې د هغو کسانو محاکمه چې په فساد کې یې لاس درلود او بېرته هېواد ته د 'تالا ' شوې شتمنۍ راوړل د عمران خان له مهمو ژمنو یوه وه، چې له واکمنېدو وروسته یې ښاغلي اکبر ته همدا دنده سپارلې وه.

د شنونکو په وینا واکمن ګوند تمه درلوده، چې ښاغلی اکبر به په ځانګړې توګه، پر پخواني لومړي وزیر نواز شریف، د هغه ورور شهباز شریف، پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او یو شمېر نورو مهمو کسانو د فساد لګېدلي تورونه ثابت کړي، چې قضیې یې محکمو کې دي، خو نوموړی دې کې پاتې راغی.

د چارو ماهرین وايي، بهر ته د پاکستان لېږدول شویو شتمنیو بېرته ترلاسه کولو کې هم ښاغلي اکبر پاموړ کامیابي ترلاسه نه کړه.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک د پاکستان کورنیو چارو وزارت سرچینو له قوله وايي، د کابینې په تېرو څلورو غونډو کې له ښاغلي اکبر نه هېواد ته د پخواني لومړي وزیر نوازشریف بېرته ستنولو په هکله پوښتنې کېدې او دغه راز بهر ته د پاکستان لېږدول شویو پیسو بېرته ترلاسه کولو لړ کې هم عمران خان حکومت د نوموړي له ځوابونو او فعالیتونو ډاډه نه و.

ښاغلي اکبر په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف په حکومت کې د احتساب چارو کې د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال په توګه ګومارل شوی و.

نوموړي ته په همدې کال د پاکستان هغو شتمنیو معلومولو او بېرته ترلاسه کولو چارو اداره هم سپارل شوې وه، چې د پاکستاني چارواکو په وینا په غیر قانوني توګه له هېواده بهر ته لېږدول شوې دي.

نوموړی د لومړي وزیر عمران خان د هغو ژمنو عملي کولو چارو مسوول کس بلل کېده، چې د فساد ضد مبارزې لړ کې یې کړې دي.