د پاکستان ټاکنو ته ځانګړی شوی بحث

د غږ تشریح، د پاکستان ټاکنو ته ځانګړی شوی بحث
د خپرېدو وخت

د پاکستان د عمومي ټاکنو په اړه دې ځانګړي بحث ته مو عنایت الحق یاسيني هرکلی کوي.

د جولایی د پنځه ویشتمې دې ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف د لویې پارلمان ډلې په توګه راڅرګنده شوې او په دې توګه دا ډله به راتلونکی حکومت جوړوي.

له بري وروسته عمران خان خپلې وینا کې د اداري فساد د له منځه وړلو، د اقتصادي وضعې د ښه کولو، د افغانستان او هندوستان په ګډون ګاونډیانو سره د ښو اړیکو رامنځ ته کولو ژمنه وکړه.

نن دې ځانګړې بحث کې په دې غږیدلي یو چې راتلونکي حکومت ته د کورني او بهرني سیاست په برخه کې څه ډول ننګونې متوجه دي؟

پوځ سره به یې اړیکې څنګه وي؟

ایا عمران خان به د بهرنۍ تګلارې په برخه کې څرنګه چې وايی خپله تګلاره پلې کړی شي ؟

دا ونورې پوښتنې

له خیبر پښتونخوا نه د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد بخت زمان یوسفزي کابل کې د چارو شنونکی جیلاني ځواک او دلته د لندن په سټوډيو کې د بي بي سي پښتو رادیو مشر داود اعظمي راسره برخه درلوده.