قزاقستان کړکېچ؛ ولسمشر توکایف وايي، د تېرې اونۍ احتجاجونه د کودتا هڅه وه

Kazakh service members stand guard at a checkpoint following the protests triggered by fuel price increase in Almaty on 7 January

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تېره اونۍ د قزاقستان امنیتي ځواکونه الماتا کې د ګزمې حال کې لیدل کېږي.
د خپرېدو وخت

د قزاقستان ولسمشر قاسم جمرت توکایف په خپل هېواد کې د تېرې اونۍ خونړۍ پېښې د کودتا یوه هڅه بللې. ښاغلي توکایف د پخواني شوروي پوځي مشرانو یوې غونډې ته وینا کې ویلي، دغه پېښې 'له یوه مرکزه ' کنټرولېدل، خو د هغو کسانو نومونه یې نه دي یاد کړي، چې د دې پېښو مسوول دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین بیا وايي، نړیوالې ترهګرۍ قزاقستان په نښه کړی او په وینا یې روسیه به په سیمه کې د انقلابونو رامنځته کېدو اجازه ور نه کړي.

د روسیې او ځینې نورو هېوادونو پوځيان همدا اوس هم په قزاقستان کې دي او د عامه نظم او امنیت ټینګښت په چارو بوخت دي.

له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې چې قزاقستان خپلواکي ترلاسه کړې، دا د احتجاجونو تر ټولو خونړۍ پېښې وې، چې د نفتو بیو له زیاتېدو سره پیل شوې.

A burnt minibus pictured in a street in Kazakhstan's main city, Almaty

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الماتا کې د احتجاجونو ترڅ کې یو سوځېدلی ګاډی لیدل کېږي

رپوټونو کې ویل شوي، د امنیتي ادارو اړوند ۱۶ کسانو په ګډون دې پېښو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

دغه احتجاجونه چې د جنورۍ پر دویمه پیل شول، وروسته یې د اوسني حکومت او مخکیني ولسمشر نور سلطان نظربایوف تر منځ سخت اختلاف په کې راڅرګند شو، چې درې لسیزې دې هېواد کې واکمن و او داسې باور کېږي، چې اوس هم پراخ نفوذ لري.

تازه، چارواکو ویلي امنیت ټینګ دی او امنیتي ځواکونو 'په چاڼيزو عملیاتو ' او د مهمو ستراتیژیکو ودانیو په ساتنه بوخت دي.

بل لور په ټول هېواد کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز او اعلان شوی بېړنیز حالت لا هم پر ځای پاتې دي. د دوشنبې پر ورځ د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت وویل، د پېښو په تړاو نژدې اته زره کسان نیول شوي دي.