قزاقستان کړکېچ؛ نژدې څلور زره احتجاجیان نیول شوي دي

قزاقستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

قزاقستان کې چارواکي وايي، د تېرو څو ورځو ناارمیو کې یې نژدې ۴۰۰۰ کسان نیولي دي. چارواکي دغه راز ادعا کوي چې په دې احتجاجونو کې بهرنیانو لاس درلود، خو دې لړ کې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

د قزاقستان احتجاجونو په لومړي سر کې د مایع ګاز (ایل پي جي) د بیو له لوړوالي سره پیل شول، خو وروسته یې سیاسي رنګ هم خپل کړ، او احتجاجیانو د سیاسي ازادیو غوښتنه هم وکړه.

د قزاقستان ولسمشر د احتجاجونو ختمولو لپاره د زور کارولو امر وکړ او امنیتي ځواکونو ته یې واک ورکړ، چې د خبرداري له ورکولو پرته پر احتجاجیانو چې دی یې ''ترهګر '' بولي ډزې کولای شي.

بل لور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکېن، د قزاقستان هغه پرېکړه تر پوښتنې لاندې راوستې، چې له مخې یې د حکومت-ضد لاریوني-ناکرارۍ د ارامولو لپاره له روسیې پوځي مرسته غوښتې.

ښاغلي بلېنکېن ویلي چې د قزاقستان حکومت ته به وروسته دا ګرانه وي، چې د روسیې په مشرۍ ټلوالې ځواکونه له خپل هېواده وباسي.

هغه ویلي چې امریکا هلته روان وضعیت څاري.

نوموړي زیاته کړه: ''موږ له قزاقستان سره اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو. دغه هېواد کې روان وضعیت په ډېرې اندېښنې سره څارو او ټول هڅوو، چې د ستونزې هواري لپاره سوله ییزه او رغنده لار ومومي. موږ د دې غوښتنې په هکله پوښتنې لرو، دا غوښتنه ولې رامنځته شوه، هڅه کوو، په دې هکله لا ډېر پوه شو. ''

روسیه ټینګار کوي، چې د سیمه ییزې ټلوالې په چوکاټ کې یې د ځواکونو دا ګومارنه لنډمهالې ده.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف بیا وايي، له څو ورځنیو نارامیو وروسته اوس تر ډېره حده نظم او امنیت منځته راغلي.

د قزاقستان ولسمشر د روسیې په مشرۍ د ټولیز امنیت سازمان له ټلوالې د مداخلې غوښتنه وکړه او پرون جمعه د دې هېوادونو نژدې دوه نیمه زره پوځیان قزاقستان ته ورسېدل.

بل لور د قزاقستان ملي امنیت شورا سلاکار د خیانت په تور نیول شوی دی.

کریم ماسیموف چې مخکې یې د قزاقستان د لومړي وزیر دنده هم درلوده، د اونۍ پیل کې د احتجاجونو له پراخېدو وروسته ولسمشر توکایف له دندې ګوښه کړ.

ویل کېږي چې ښاغلی توکایف له مخکیني ولسمشر نور سلطان نظربایوف سره نژدې اړیکي لري.

ښاغلی نظربایوف له واکه ګوښه کېدو سره سره دې هېواد کې پراخ نفوذ او واک لري، چې اوسني ولسمشر توکایف له هغه ځینې اختیارات بېرته اخیستي دي.

بل لور ځینې سرچینې وايي، ښاغلي نظربایوف او لوڼه یې له هېواده وتلي دي.

په قزاقستان کې د وروستیو نارامیو له پیل راهیسې دولتي رسنۍ او ټلویزیوني شبکو د ښاغلي نظربایوف او هغه کورنۍ په تړاو ډېر څه نه دي ویلي.