قزاقستان کړکېچ؛ ځواکونو ته پر لاريونوالو له خبرداري پرته د ډزو امر شوی

د عکس سرچینه، Reuters
داسې حال کې چې قزاقستان کې حکومت ضد احتجاجونه دوام لري، د دې هېواد واکمن وايي، پوځیان اوس له خبرداري پرته پر حکومت ضد احتجاجیانو ډزې کولای شي.
ولسمشر قاسم جومارات توکایوف دا هم وویل، '۲۰ زره لوټمارانو ' پر مرکزي ښار الماتا برید کړی.
د نوموړي اشاره هغو احتجاجونو ته ده، چې د تېلو بیو له زیاتېدو سره پیل شوي دي.
نوموړي د احتجاجونو پړه پر هغو 'ترهګرو ' واچوله چې په وینا یې له هېواده بهر روزل شوي دی، خو کوم ثبوت یې وړاندې نه کړ.
بل لور په قزاقستان کې د حکومت مخالفو احتجاجیانو پر ضد له پوځي عملیاتو سره - سره د روسیې په مشرۍ ځواکونه د دغه هېواد ولسمشر په غوښتنه هلته رسېدلي دي.
د قزاقستان کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د دې احتجاجونو ترڅ کې چې د مایع ګاز بیو لوړېدو په غبرګون کې پیل شول، ۲۶ ''وسله وال مجرمین له پښو غورځول شوي '' او د امنیتي ځواکونو ۱۸ کسان هم وژل شوي دي.
د قراقستان له تر ټولو لوی ښار الماتا نه د بي بي سي یوه خبریال یوه ویډیو شریکه کړې، چې د پنجشنبې پر شپه دغه ښار کې د ډزو غږونه پکې اورېدل کېږي.
ملګرو ملتونو، امریکا، بریتانیا او فرانسې بیا له ښکېلو اړخونو غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.
د روسیې په مشرۍ سیمه ییزې پوځي ټلوالې ویلي، چې د قزاقستان د ولسمشر په غوښتنه به په هغه هېواد کې د لاریوني ناکرارۍ د ارامولو لپاره دوه نیم زره پوځیان د پیل-کړي بهیر له لارې ځای پر ځای کړي.
هغه ویلي، چې په دې لړ کې یې یو شمېر پوځیان وار له مخه قزاقستان ته رسېدلي، چې په وینا یې، څو ورځې یا څو اونۍ به هلته پاتې شي.
په دغه هېواد کې د سونتوکو د بیو پر سر د پیل شویو لاریونو په پراخېدو مظاهره چیانو یو شمېر دولتي ودانۍ کړې، خو حکومتي ځواکونو ځینې بېرته نیولې دي.
حکومتي سرچینو ویلي، چې د تاوتریخوالي په تړاو تر دوو زرو ډېر کسان نیول شوي او په وینا یې، اووه سوه امنیتي کسان پکې ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتو ویاند، سټیفان دوجارېک، په قزاقستان کې ټولو ځواکونو باندې غږ وکړ، چې خپلو قانوني مسولیتونه ته پام وکړي.
بل لور امریکا پر مسکو غږ کړی، چې په وینا یې قزاقستان کې د روسیې په مشرۍ د پوځي مداخلې په مټ دې د هغه هېواد د دولتي ادارو ولکه په لاس کې نه اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې واشنګټن او نوره نړۍ به هلته له بشري حقونو سرغړونې هم څاري.
له دې مخکې قزاقستان کې امنیتي ځواکونو وویل، په مرکزي ښار الماتا کې یې د امنیت ټینګښت عملیاتو لړ کې لسګونه حکومت ضد بلواګر وژلي دي.
د ځايي پولیسو یوې ویاندې په خبره امنیتي ځواکونو له هغه وروسته عملیات پیل کړل، چې احتجاجیانو د پولیسو مرکزونو کنټرول ترلاسه کولو هڅه پیل کړه.

د عکس سرچینه، Reuters
د مایع ګاز 'ایل پي جي ' بیو دوه برابره زیاتېدو په مخالفت کې د دې احتجاجونو لړ کې د امنیتي ځواکونو اته کسان له مخکې وژل شوي دي.
احتجاجونه د یکشنبې پر ورځ له هغه وروسته پیل شول، چې حکومت پر مایع ګازو د بیې ټاکلی حد لېرې کړ، چې ډېری خلک یې د تېلو په توګه په موټرو کې کاروي، خو دا احتجاجونه سیاسي اړخونه هم لري.
ولسمشر قاسم - جومرت توکایف بیا د نارامیو تور د (ترهګرو ډلو) پورې کوي، چې په خبره یې بهر کې روزل شوي دي.
نوموړي له دې مخکې د امنیت ټینګښت په پار بېړنیز حالت اعلان کړی، چې ګرځبندیز او د خلکو ګڼې ګوڼې یو ځای کېدو مخنیوي اقدامات هم پکې شامل دي.




















