د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د افغانستان په اړه د سناتورانو پوښتنې ځوابوي

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کومېټې اعلان کړی دی چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دفاع وزیر یې جنرال لویډ اسټن د افغانستان په اړه د سناتورانو د پوښتنو ځوابولو لپاره ورغوښتي دي.

له دغو دوو جګپوړو چارواکو سره د امریکایي سناتورانو ناسته به د راتلونکې سه شنبې پر ورځ 'جنورۍ ۱۱مه ' له رسنیو پناه او د بندو دروازو تر شاه ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده چې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کومېټه به له دوی نه د افغانستان په اړه د امریکا پالیسۍ او همدا راز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه پوښتنې وکړي.

امریکایي ولسمشر جو بایډن له خپلې ژمنې سره سم د تېرې اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه ټول امریکایي ځواکونه وایستل.

خو دا پروسه له پراخې بې نظمۍ او ګډوډۍ سره مخ وه او په ترڅ کې یې د کابل پر هوایي ډګر د داعش ډلې ځانمرګي برید کې د لسګونو افغانانو په ګډون ۱۳ امریکایي سرتېري هم ووژل شول.

ولسمشر بایډن او د کابینې جګپوړو چارواکو یې تل له افغانستانه د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې ده.‌

خو د امریکا کانګرېس کې د دواړو لویو ګوندونو (دیموکراتان او جمهوري پال) استازو له افغانستان د ځواکونو ایستلو پر بڼه سختې نیوکې کړې دي او تور لګوي چې حکومت دې چارې ته منظم پلان نه درلود.

له بلې خوا په وروستیو میاشتو کې داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې ګواکې القاعدې ډلې یو ځل بیا په افغانستان کې د منظمېدو هڅې پیل کړې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم خپلو تېرو دوو کلنیو رپوټونو کې ویلي چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړې او ان د دوحې له تړون وروسته یې هم ترمنځ همکاري موجوده وه.

خو طالبانو دا رپوټونه رد کړي، یو اړخیز یې بللي او ټینګار کوي چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته کوم خطر نه دی پېښ.

یاده دې وي چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن تېره سپتمبر میاشت کې هم د سنا مجلس د دفاعي چارو کومېټې پر وړاندې حاضر شوی و او د سناتورانو پوښتنې یې ځواب کړې وې.

همدا راز د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم تېر سپتمبر میاشت کې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کومېټې ته ورغلی و.

خو دا به لومړی ځل وي چې د ولسمشر بایډن د کابینې دوه تر ټولو لوړپوړي چارواکو یو ځای د افغانستان په اړه د سناتوران پوښتنې ځوابوي.