کابل کې لاریونوالو د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان پلازمېنه کابل کې نن 'سې شنبه دسمبر ۲۱ مه ' یو شمېر کسانو د افغانستان شتمنیو کنګل کېدو پر ضد لاریون کړی دی.

لاریونیانو د امریکا سفارت مخې ته مظاهره کې له متحدو ایالتونو غوښتنه کوله، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړې.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا متحدو ایالتونو او نړیوالو مالي ادارو د افغانستان شتمنۍ او هغه میلیاردونه ډالر کنکل کړل چې له افغانستان سره د مرستې په پار دې ادارو کې ساتل شوي.

د دې شتمنیو ډېره برخه د امریکا متحدو ایالتونو په مالي ادارو کې کنګل شوې دي.

د کابل لاریونیانو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او پر لوحو یې لیکلي وو، چې د امریکايي اقتصادي بندیزونو له کبله د افغانستان خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې یو شمېر بهر مېشتو افغانانو هم په ورته لاریونونو کې له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پلازمېنه کابل کې لوی او کوچني‌ لاریونونه شوي او ځینو کې یې د طالب وسلوالو او لاریونوالو ترمنځ‌ اخ و ډب هم شوی.‌

په دې رووستیو کې لسګونو مېرمنو هم د خپلو زدکړو او د کار د حق غوښتنې لپاره کابل کې لاریونونه کړي وو.

خو د سه شنبې لاریون کې له ورایه ښکاري چې طالبان یې نه یوازې مخه نه نیسي،‌ بلکې طالب وسلوالو د لاریون مخې ته روان دي او امنیت یې ورته ټینګ کړی دی.‌

له دې مخکې افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو بیا، بیا له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي، خو متحدو ایالتونو په تکرار سره انکار کړی دی.

د دسمبر نیمايي کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په دې هکله خبریالانو ته ویلي و، ''دا یو پېچلی بهیر دی او امریکا به له غور سره ګام پورته کوي. ''

د سپینې ماڼۍ ویاندې په خبره ، د ۱۱ سپتمبر د پېښو یو شمېر قربانیان وار له مخه پر دې پیسو دعوه لري، چې د پیسو د کنګلېدو له دلایلو دي، هغه څه چې نه شي کولای دا حقوقي اړخ له پامه وغورځوي. ''

لاریونیانو د امریکا ضد شعارونه ورکول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لاریونیانو د امریکا ضد شعارونه ورکول

د یادونې ده چې یوازې امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان بانک نژدې نهه نیم میلیون ډالره شتمني کنګل کړې ده.

وړمه ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړې غونډې پای کې یو ګډ پرېکړه لیک خپور شو، چې پکې راغلي چې افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید د دې هېواد کنګل شوې شتمنۍ ژر تر ژره خوشي شي.