په شکنجه تورن اماراتي جنرال د 'انټرپول' نړیوالو پولیسو نوی مشر شو

Interpol's newly-elected president, General Ahmed Nasser al-Raisi, addresses the General Assembly in Istanbul, Turkey (25 November 2021)

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، احمد ناصر الرئیسي د متحده عربي اماراتو کورنیو چارو وزارت کې جنرال پاتې شوی
د خپرېدو وخت

د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت یو جنرال احمد ناصر الرئیسي، چې په تېر کې په شکنجه کې په ښکېلتیا تورن شوی،‌ د انټرپول نړیوالو پولیسو نوی مشر ګومارل شوی دی.

د بشري حقونو ډلو هڅه کړې وه چې دې دندې ته د نوموړي د نوماندۍ مخه ونیسي. دا ډله وایي، ښاغلي الرئیسي د متحده عربي اماراتو پر امنیتي ځواکونو د شکنجې تورونه په سمه توګه نه ده پلټلي.‌

خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت هم د ده له قوله وایي، د پولیسو لخوا د خلکو شکنجه د منلو نه ده.

د انټرپول د پولیسو د مشر ټاکلو لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې درې پړاوه رایه اچوونه وشوه،‌ چې په پایله کې یې احمد ناصر الرئیسي وټاکل شو.

نوموړی به د خپلې دندې پر مهال د انټرپول پولیسو د اجرائیوي بورډ د ناستو مشري کوي.

له ټاکل کېدو وروسته ښاغلي الرئیسي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا دنده یو ویاړ بولي‌ او هڅه به کوي چې چارو کې یې لا ډېرو روڼوالی، ټولشموله او پرېکنده عمل وکړي.

په یوه جلا اعلامیه کې نوموړي ویلي، متحده عربي امارات د نړۍ یو تر ټولو خوندي هېواد دی، او د نړۍ په یوه کړکېچنه برخه کې د مثبت بدلون لپاره کار هڅې کوي.‌

خو د بشري‌ حقونو نړیوال سازمان ویلي، د الرئیسي ټاکل کېدل د بشري حقونو او د قانون برلاسي لپاره یو بد خبر دی.‌

یاد سازمان وایي، جنرال الرئیسي په خلیج کې د تر ټولو مستبدد نظام استازی دی،‌ داسې یو نظام چې د وګړو سوله ییز مخالفت ته هم ترهګري وایي.

په خلیج کې د بشري حقونو د ملاتړ سازمان هم پر نوموړي‌ تور لګولی چې متحده عربي‌ اماراتو کې یې د بشري حقونو فعالین په ناقانونه توګه نیولي‌ او شکنجه کړي‌ دي.

خو د متحده عربي‌ اماراتو د ولسمشرۍ ماڼۍ یو سلاکار ویلي،‌ د جنرال الرئیسي پر ضد تورونه د هغه د بدنامولو لپاره د یو منظم کمپاین برخه ده.