د سعودي زندان کې مړ شوی شیخ فهد القاضي څوک دی؟

د عکس سرچینه، Alamy
د سعودي عربستان یوه زندان کې د شیخ فهد القاضي د مړینې خبر په عربي نړۍ کې د خواله رسنیو د سر ګرمه موضوع ګرځېدلې ده. ځینې وايي زندان هغه د ناوړه روغتیايي وضعیت له کبله مړ شوی.
د ریاض الراجحي جومات کې د نوموړي جنازې او ښخولو مراسمو ته ګڼ کسان ورغلي وو.
شیخ فهد القاضي څوک دی؟
۶۵ کلن القاضي د سعودي یوه مذهبي څېره او د شرعي چارو څېړونکی و. د امام محمد بن سعد پوهنتون کې یې اصول الدین او شرعیات لوستي او د زکړو برخه کې یې کار کړی.
یوه موده د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې محاسب و.
په سعودي عربستان کې د بندیانو د حقونو د قضیو ته د رسېدو یوې اړوندې ټوېټر پاڼې "معتقلي الرأي" لیکلي، القاضي "زندان کې د ناوړه روغتیايي وضعیت له کبله مړ شوی."
سرچینه وايي، که څه هم نوموړی له مړینې لږ مخکې روغتون ته لېږدول شوی، خو له یوې اونۍ راهیسې یې روغتیا ته هېڅ پام نه دی شوی.
یاده سرچینه وايي، القاضي په ۲۰۱۶ کال د سعودي شاهي دېوان ته د "نصیحت" په نامه یوه لیک تر استولو وروسته بندي شوی او تېره میاشت پرې د ۶ کلونو بند سزا وخېژول شوه.
خو د القاضي خپلوان وايي، نوموړی د ګوردو د خطرناک التهاب له کبله مړ شوی.
القاضي په ۲۰۱۳ کال د سعودي عربستان د پوهنې وزیر پر هغې پرېکړې نیوکه کړې وه، چې د اسونو سیالۍ ته یې د زدکوونکو نجونو ورتګ ته اجازه ورکړې وه.
د بشري حقونو د څار ډلې سعودي عربستان تورن کړی چې نیوکګر او مخالفان له محاکمې پرته څو میاشتې او کلونه بندیانوي.

د عکس سرچینه، Social Media
د روان ۲۰۱۹ کال لومړیو کې د سعودي عربستان یوه زندان کې د نبوي جومات امام، مشهور دعوتګر او د مدینې منورې د پوهنتون پخوانی استاد شیخ احمد العماري تر پنځه میاشتني بند وروسته په زندان کې مړ شوی و.
د ښاغلي العماري زوی عبدالله پر ټویټر لیکلي، چې پلار یې ''عبدالله العماري الزهراني له دې نړۍ سترګې پټې کړې."
العماري چې د مدینې منورې پوهنتون د قرآن کریم پوهنځي مخکېنی مشر هم و، په تېره اګسټ میاشت کې ونیول شو. د نوموړي د نیول کېدو لامل هم نه دی په ډاګه شوی.




















