د پولنډ حکومت له بېلاروس سره پر پوله د دیوال جوړولو پلان تایید کړ

یونان - ترکیه، پولنډ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولنډ، لیتوانیا، لیتویا او اروپايي ټولنه د بېلاروس ولسمشر الکسنډر لوکاشینکو تورنوي له کډوالو د وسلې په توګه کار اخلي، په تېر ايستلو یې هڅوي او بيا يې د اروپايي ټولنې هېوادونو پر لور وراستوي.
د خپرېدو وخت

د پولنډ حکومت هغه پلان تایید کړی چې له مخې به یې له بېلاروس سره پر پوله د کډوالو د مخنیوي په موخه دېوال جوړېږي.

دا پلان وروسته له هغه جوړ شو چې په دې وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر کډوال له بېلاروس نه پولنډ ته واوښتل.

د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ماریوز کمینسکي ویلي د جوړ شوي پلان طرحه به اوس پارلمان ته د تایید او رایې اچونې لپاره استول کېږي.

نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي: ''د پلان له مخې به یو پوخ لوړ دیوال چې د څارلو پر سیستم به سمبال وي جوړ کړای شي. ''

دا په داسې حال کې ده چې د پولنډ او بېلاروسیې ترمنځ د پولې په ځینو برخو کې وار دمخه اغزن سیم تېر شوی دی.

د پولنډ د پوله ساتي ځواک د شمېرو له مخې د اګست میاشتې راهیسې ۱۶ زرو کسانو هڅه کړې چې په غیرقانوني ډول پولنډ ته واوړي حال دا چې دا شمېر تېر کال ۱۲۰ و.

پولنډ، لیتوانیا، لیتویا او اروپايي ټولنه د بېلاروس ولسمشر الکسنډر لوکاشینکو تورنوي له کډوالو د وسلې په توګه کار اخلي، په تېر ايستلو یې هڅوي او بيا يې د اروپايي ټولنې هېوادونو پر لور وراستوي.

دغه راز دوی وايي چې بېلاروس اروپايي هېوادونو ته د ورتګ لیواله کډوالو او په ځانګړې توګه له مینځني ختیځ نه د کډوالو لپاره یې د کډوالۍ یوه لاره جوړه کړې ده.

د پولنډ د کورنیو چارو وزیر دولتي آژانس پي ای پي ته ویلي: ''د الکسنډر لوکاشینکو د رژیم لخوا اقداماتو ته د پولنډ د حکومت لخوا سختو اقداماتو ته اړتیا ده او ورته دیوالونه په نورو هېوادونو کې هم جوړ شوي دي. ''

د سپتمبر میاشت په لومړیو کې پولنډ له بېلاروس سره پر پوله بیړنی حالت اعلان کړ او سیمې ته یې د نادولتي موسسو او خبریالانو د ورتګ مخه ډب کړه.

لیتوانیا او لیتویا هم له بېلاروس سره پر خپلو پولو بیړنی حالت اعلان کړی دی.

پولنډ، بېلاورس
د عکس تشریح، په داسې حال کې چې پولنډ له بېلا روسه یر پر پوله بیړنی حالت اعلان کړی او خبریالان سیمې ته نه پرېږدي بي بي سي ورغله هلته یې د کډوالو حالت له نژدي ولېد.

د بشري حقونو ډلې د پولنډ پوله ساتي ځواکونه تورنوي چې په غیرقانوني ډول او له نړیوال قانون نه په سرغړونې پولنډ ته ورتلونکي کډوال بېرته بیلاروس ته استوي.

د نړیوال قانون له مخې کډوالو ته باید د پناه غوښتلو حق ورکړل شي ان که په غیرقانوني ډول هم تللي وي.

د یادونې ده چې د پولنډ پر پوله ګڼ شمېر کډوال د ناروغیو له امله مړه شوي هم دي.

په دې وروستیو کې بي بي سي ته د هغو کډوالو لومړي لاس کيسې ورسېدې چې وايي د پولنډ سرحدي ځواکونو لخوا په ناقانونه ډول شړل شوي دي.