یونان د ترکیې پولې ته نژدې د کډوالو کمپ پرانست

یونان د ترکیې پولې ته نژدې پرتو ایجن ټاپوګانو کې کډوالو ته له جوړېدونکو پنځو کمپونو نه یو پرانیست.
سیموس ټاپو کې د دغه کمپ گردچاپېره اغزن مزي تاو دي چې برېښنا سره تړل شوي.
د يونان حکومت وايي په دې کمپ کې د ژوندانه شرایط تر پخوا ښه دي.
خو د بشري حقونو مدافع ډلې وايي پناه غوښتونکي خوندیتوب او مرستو ته اړتیا لري، هغوی مجرمان نه دي او ټولنې ته خطر نه پېښوي.
سيموس ټاپو کې د بې پولې ډاکټرانو یوه چارواکي پاتریک ویلنډ بي بي سي ته وویل ''خلک له یوه زندانه بل ته لېږدول کېږي، هغه څه چې اوس پېښېږي په حقیقت کې یو ناانساني کار دی، زما په فکر د کمپ شاخوا ته لوړې کټارې، ازغن مزي، کامرې او د ګوتو نښو سره د تګ راتګ کنترول له کمپ نه زندان جوړ کړی او موږ یې د پناه غوښتونکو او کډوالو د هرکلي ځای نه شو بللی. ''
یونان له ترکیې سره پر خپله پوله د افغان کډوالو مخنیوي لپاره ۴۰ کیلومتره کټاره او د څار نظام هم لګولی دی.
دا چاره په یونان کې له هغو اندېښنو وروسته تر سره کېږي چې ښايي د ترکیې له لارې د افغان کډوالو لویې جوپې یونان ته د ننوتو هڅه وکړي.
په دې وروستیو کې ایوروس سیمې ته د سفر پرمهال یونان کې د خلکو خوندیتوب وزیر میکالیس کریسوچودیس وویل: ''موږ د احتمالي اغېز تر مهاله نه شو کولای لاس تر زنې کېنو. ''

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړی وايي، د هېواد له پولې به یې تېرېدل ناشوني وي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې ترکیې د افغان کډوالو مسوولیت اخیستو لپاره پر اروپايي هېوادونو غږ وکړ.
د یونان له لومړي وزیر کیریاکس میتسوتاکیس سره ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، له افغانستانه د خلکو وتلو کې پاموړ زیاتوالی 'د ټولو لپاره یوه ننګونه کېدای شي. '
نوموړي وویل: 'که په افغانستان او ایران کې مناسب اقدامات و نه شي، د کډوالۍ یوه نوې څپه حتمي ده. '
د طالبانو لاس ته د افغانستان له لویدو وروسته دغه هېواد کې ځینې کسانو سره د خپل امنیت په هکله اندېښنې ډېرې شوې دي او له هرې شونې لارې له هېواده د وتلو هڅه کوي.
یونان کې د خلکو خوندیتوب وزیر میکالیس کریسوچودیس وايي، دې بحران سره اروپا ته د 'کډوالۍ ډېرېدو ' احتمال ډېر شوی دی.
یونان ته ۲۰۱۵ کال کې د منځني ختیځ بحران پر مهال تر یو میلیون پورې له جګړو او بې وزلۍ تښتېدلي کډوال ورغلي وو، او اوس یې چارواکي وايي هغه افغان کډوال به بېرته وشړي چې په غیر قانوني توګه دې هېواد ته ورځي.
تېر کال اتن وروسته له هغه په موقت ډول د کډوالۍ غوښتنلیکونه بند کړل چې ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل اروپا ته یې ''د کډوالو پر مخ دروازې پرانیستلې. '






















