پولنډ کې د کډوالو حال
د خپرېدو وخت
بي بي سي ته د هغو کډوالو لومړي لاس کيسې رسېدلې، چې وايي د پولنډ سرحدي ځواکونو له خوا له اروپايي ټولنې په ناقانونه ډول شړل شوي دي.
د اروپايۍ ټولنې غړو هېوادونو هر يوه، پولنډ، لاټويا او ليتوانيا داسې حال کې بيړنی حالت اعلان کړی، چې له بېلاروسه زرګونه کسان وراوړي.
اروپايۍ ټولنې د بېلاروس پر ولسمشر الکسندر لوکاشېنه، له کډوالو د وسلې کار اخيستو تور لګولی دی، چې وايي په تېر ايستلو یې هڅوي، او بيا يې د اروپايي ټولنې هېوادونو پر لور وراستوي.
پولنډ خپلو سرحدي سيمو ته د بشري حقونو فعالانو او خبريالانو پر ورتلو بنديز لګولی، خو بي بي سي دې سيمې ته ورغلې، او له هغه ځايه يې دا ځانګړی راپور رالېږلی دی.
د دې راپور ځينې برخې کېدی شي خواشينونکې وي.