عراق کې پارلماني ټاکني; د شیعه ګانو د اکثریت ګټلو اټکل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
عراقیانو د فساد پرضد او بې روزګارې په اعتراض له پراخو هغو مظاهرو وروسته چې په ۲۰۱۹ کال کې پیل شوې وې په لومړي ځل پارلماني ټاکنو کې رایې واچولې.
په پام کې وه چې دغه ټاکنې بل کال ترسره شي خو د نارامیو له امله چې په ترڅ کې یې په سلګونه کسان ووژل شول شپږ میاشتې رامخې ته شوې.
د رایې ورکولو پخوانۍ نظام چې د ګوندونو په بنسټ ولاړ و، پر یوه داسې نوي ټاکنیز نظام بدل شوی، چې له خپلواکو کاندیدانو سره مرسته وکولای شي.
اټکل دی چې شیعه ګان چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په پارلمان کې اکثریت لري بیا هم د پارلمان ډېرې څوکۍ وګټي.
ویل کېږي چې پرون یکشنبه (د اکتوبر لسمه) د رایې اچونې په بهیر کې د خلکو ګډون لږ و.
د عراق د انتخاباتو کمېسیون مشر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې پرون د مازدیګر تر شپږو بجو بورې په اټکلي توګه د رایو پر شرایطو برابرو ۳۰ سلنه کسانو خپلې رایې وکارولې.
دا په ۲۰۱۹ کال د بې روزګارۍ، اداري فساد او کمزورې حکومتولۍ پر ضد د پراخو مظاهرو له پیل راهیسې لومړۍ ټاکنې وې چې ترسره شوې.
دغه ټاکنې د نړيوالو څارونکو په مخ کې د پارلمان د ۳۲۹ څوکيو لپاره ترسره شوې.
عراقي مشرانو ويلي وو چې دغه ټاکنې به اصلاحاتو لپاره يو ښه چانس وي خو ويل کېږي په ډېرو سيمو کې د خلکو ګډون کم وو.
عراق دا مهال له اقتصادي بحران، پراخ فساد او توکميز ويش سره لاس او ګريوان دی.
وړاندوینه
د چارو شنونکي وړاندوینه کوي، چې ښايي د پارلمان ډېرې څوکۍ د شیعیه ګانو سیاسي کړۍ تر لاسه کړي.
دې کړیو په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا لخوا د صداح حسین حکومت له نسکورولو وروسته د عراق پارلمان کې څرګند اکثریت ترلاسه کړی او د واک یو داسې نظام یې رامنځته کړی، چې پر فرقه ییزو او توکمیزو بنسټونو وېشل شوی دی.
دې سره د اشرافو یوې کوچنۍ ډلې ته پر واک د ولکې ټینګولو او اداري فساد ته د لار هوارولو لار پرانیستل شوې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
د ۲۰۱۹ کال مظاهرې د کمزوري اقتصاد او ژوند ناوړه شرایطو پر ضد د هېواد له پلازمېنې پیل شوې او د سویلي شیعه مېشتو سیمو ډېری ځوان اوسېدونکي پکې شامل شول، چې د تېلو پرېمانه زېرمې لرونکي هېواد کې یې د بې وزلۍ پر ضد احتجاج کاوه.
د احتجاجونو له پیل څو اونۍ وروسته د هغه مهال لومړي وزیر عادل عبدالمهدي حکومت استعفا وکړه، خو مظاهره کوونکو د ټول سیاسي نظام بدلون له غوښتنې سره مظاهرو ته دوام ورکړ.
د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر، دسمبر پورې هغو مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو او ایران پلوه شیعه ملېشو اړوند مشکوکو وسله والو لخوا ۵۵۰ احتجاج کوونکي ووژل شول.

د عکس سرچینه، EPA
د ۲۰۲۰ کال مې کې بیا د استخباراتو مخکیني مشر مصطفی الکاظمي د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د نارامیو پای ته رسولو ژمنه وکړه، خو و نه توانید د احتجاجیانو غوښتنې پوره کړې او د هدفي وژنو مخه ونیسي.
خو نوموړی وتوانېد له وخته مخکې د ټاکنو ژمنه پوره کړي.
نوی ټاکنیز سیستم
په نوي ټاکنیز سیستم کې د پخواني هغه پر ځای چې د عراق ټول ۱۸ ولایتونه پکې یوه ټاکنیزه حوزه بلل شوې وه، ۸۳ ټاکنیزې حوزې جوړې شوې دي او له دریو تر پنځو پورې هغه کاندیدان به پارلمان ته لار مومي چې تر نورو ډېرې رایې ترلاسه کړي.
د دې چارې هدف د ځايي خپلواکونو کاندیدانو لپاره د ټلوالو پر ځای د رامخکې کېدو زمینه برابرول یادېږي، خو شنونکي وايي، د خپلواکو کاندیدانو پر ځای له سیاسي پلوه جووتې ټلوالې اوس هم د سرچینو او رسنیز کمپاین له کبله مخکښ ښکاري.





















