عراق کې احتجاجي تاوتريخوالی

د ویډیو تشریح، عراق کې احتجاجي تاوتريخوالی
د خپرېدو وخت

عراق کې احتجاجيان، د نويو ټاکنو او او فساد پای ته رسولو په اړه خپلې غوښتنې او هلې ځلې روانې ساتلې دي. ډېری لاريونيان ځوان عراقیان دي، چې غواړي هېواد کې يې دې د امريکا او ايران لاسوهنه پای ته ورسېږي. د مياشتو اوږدو لاريونونو پر مهال د دغه هېواد امنيتي ځواکونو او ايران پلوه ملېشو له خوا له پنځو سوو ډېر خلک وژل شوي دي. د بي بي سي منځني ختيځ خبريال کوېنټن سمروېل او ملګری کامروال يې نيک ميلارډ پلازمېنه بغداد کې د دغو احتجاجونو بهير څارلی دی.