د هند پلازمېنې ډیلي په محکمه کې دننه تورن کس په ډزو وژل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د خپرېدو وخت
د هند پلازمېنې ډیلي کې دوو کسانو چې د مدافع وکیلانو په جامه کې وو، یو بدنام غدۍ مشر د محکمې په ودانۍ کې دننه وژلی دی.
د محکمې په ودانۍ کې د تورن کس جتندر مان ګوګي محاکمه روانه وه، چې بریدګرو پرې ډزې وکړې.
ډيلي پولیسو د ګوګي خلاف د وژنې، سړي تښتونې او ټګي برګي لسګونه رپوټونه ثبت کړي او دغه راز د هند په یو شمېر نورو ایالتونو کې هم په ورته قضیو کې تورن و.
له دې پېښې سره د هند پلازمېنې محاکمو د خوندیتوب په هکله پوښتنې راپورته شوې دي.
ګوکي تېر کال مارچ میاشت کې د وژنې او باج اخیستو په تور نیول شوی و.
ځايي چارواکي وايي، نوموړی د مجرمانو ډلو په منځ کې د چټک پرمختګ له کبله د ډېرو ورته ډلو لپاره یو هدف و.
خو وروسته په هریانه ایالت کې د یوه مشهور سندرغاړي د وژنې قضیې په ګډون نوموړی په یو شمېر مهمو قضیو کې مشکوک بلل کېده.















