اېف بي ای د سپتمبر ۱۱ بریدونو کې د سعودیانو د ښکېلتیا په تړاو اسناد خپاره کړل

Joe Biden at the Pentagon

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د قربانیانو کورنیو پر ولسمشر بایډن فشار راوړی و چې دا اسناد دې افشا کړي
د خپرېدو وخت

د امریکا دولتي استخباراتي ادارې (اېف بي ای) یو داسې سند خپور کړی چې د سپتمبر ۱۱ بریدونو کې د سعودي وګړو ښکېلتیا ته کتنه کوي. دا سند تر دې دمه قانوناً محرم و، خو اوس څرګند شوی.

که څه هم چې په دې بریدونو کې د ښکېلو ۱۹ ترهګرو له ډلې یې ۱۵ سعودیان وو، خو نوی افشا شوی سند داسې هېڅ ثبوت نه وړاندې کوي چې د سعودي حکومت هم پکې ښکېل و.

د دې بریدونو ځینو قربانیانو کورنۍ له کلونو راهیسې استدلال کوي چې دا ډول اسناد باید عامو خلکو سره شریک شي.

دوی تور لګوي چې د سعودي چارواکي د سپتمبر ۱۱ د بریدونو له پلانه خبر وو، خو د مخنیوي هڅه یې ونه کړه.

دغو کورنیو همدا راز پر ولسمشر جو بایډن فشار راوړی و چې که یاد سند افشا نه کړي نو بیا دې نیویارک کې د سپتمبر ۱۱ بریدونو د تلین مراسمو کې ګډون نه کوي.

خو په واشنګټن کې د سعودي سفارت د دې سند د افشا کېدو هرکلی کړی او هغه تورونه یې ناسم او زهرجن بللي چې ګواکې حکومت یې د سپتمبر ۱۱ بریدونو کې ښکېل و.

یاده دې وي چې دا سند د سپتمبر ۱۱ د بریدونو په شلمه تلین افشا شوی. دغو بریدونو کې نوږدې ۳ زره کسان وژل شوي وو.

په نوي سند کې څه دي؟

لومړۍ خبره خو دا ده چې په دې نوي افشا شوي سند کې هم ډېرې برخې او کلمات تر اوسه پټ ساتل شوي دي.

دا سند ۱۶ پاڼې لري او له یوې سرچینې سره د مرکې پر بنسټ چمتو شوی دی، خو اېف بي ای نه ده ښودلې چې دا سرچینه څوک نه.

سند کې پر دې خبرې شوې دي چې څه ډول د سپتمبر ۱۱ د بریدګرو په ډله کې دوه کسانو له یو شمېر سعودي وګړو سره اړیکې درلودې.

یاده دې وي چې د سپتمبر ۱۱ بریدګر په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د محصلینو په توګه د امریکا متحد ایالتونو ته رسېدلي وو.

اېف بي ای وایي، د عمر البیدون په نامه یو کس له دوی سره لوژیستیکي او مالي مرسته کړې وه، او زیاتوي چې پخپله البیدون لاس انجلس ښار کې د سعودي سفارت ته ډېر تګ راتګ کاوه.

اېف بي ای همدا راز تور لګوي چې بریدګرو د لاس انجلس ښار د یو جومات له سخت دریځي امام سره هم نږدې اړیکې درلودې.

یاده دې وي چې د امریکا ۳ پخوانیو ولسمشرانو، جورج بوش، باراک اوباما او ډونلډ ټرمپ دا اسناد د ملي امنیت په تړاو د اندېښنو له کبله نه وو افشا کړي.

دا هم د یادونې وړ ده چې د سپتمبر ۱۱ د بریدونو پلټونکي کمېسون هم هېڅ داسې ثبوت نه و موندلی چې ګواکې د سعودي حکومت دې په دې بریدونو کې ښکېل وي.