د سپتمبر ۱۱ تلین؛ جو بایډن پر امریکایانو د یووالي غږ وکړ

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر جو بایډن پر دې هېواد د سپتمبر ۱۱ د بریدونو د شلم تلین په مناسبت پر امریکایانو غږ کړی چې خپلو منځ کې یووالی وساتي.
په هغه ویډیویي پیغام کې چې د دې تلین پر شپه خپور شوی، امریکایي ولسمشر د سپتمبر ۱۱ بریدونو ۲۹۷۷ قربانیانو ته درناوی وړاندې کړی دی.
نوموړي همدا راز ویلي، پر هغو ټولو کسانو ویاړي چې له دې بریدونو وروسته ساعتونو، میاشتو او کلونو کې یې د خپل ژوند قرباني ورکړه.
ښاغلي بایډن وویل، دا تلین د هغې ورځې د پېښو یادونه د امریکایانو په زړه کې داسې راتازه کوي لکه همدا څو شېبې مخکې چې شوې وي.
نوموړي ومنله چې له دې بریدونو وروسته امریکا کې د مسلمانانو پر ضد کرکه او ترې وېره ډېره شوې، خو ټینګار یې وکړ چې د ولس یووالی یې دې موده کې تر ټولو لوی قوت و.
په ورته مهال د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن هم ویلي، "د سپتمبر ۱۱ پېښو پر ازادۍ او دیموکراسۍ زموږ باور نه دی کمزوری کړی".
یاده دې وي چې د دې بریدونو په قربانیانو کې ۶۷ تنه بریتانویان هم شامل وو.
د بریدونو پر ورځ څه پېښ شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۰۱ د سپتمبر پر ۱۱مه نېټه ترهګرو د څلورو تښتول شویو الوتکو په مرسته امریکا کې بېلابېلې ودانۍ په نښه کړې وې.
دوه الوتکې په نیویارک کې له نړیوال سوداګریز مرکز سره وجنګول شوې، یوه د دفاع وزارت پنټاګون سره ولګېده او څلورمه الوتکه په پنسلوینیا ښار کې پر یوه هوار میدان ولوېده.
ولسمشر بایډن او مېرمن یې جېل بایډن به د شنبې پر ورځ د څلورو واړو ځایونو ته ورځي او قربانیانو ته به درناوی وړاندې کوي.
د دې بریدونو تلین داسې مهال را رسي چې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو له کبله سختو نیوکو سره مخ دی.
نوموړي څه موده وړاندې ویلي وو، د سپتمبر تر ۱۱مې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان وباسي او ټینګار یې کړی و چې پر افغانستان د طالبانو ولکه ناشونې ده.
خو په حقیقت کې بل څه وشول او طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه پر پلازمېنې کابل ولکه وکړه او اوس یې افغانستان کې خپل سرپرست حکومت هم اعلان کړی.




















