هغه ښځه نیول شوې چې له تابوتونو یې ګاڼه پټول

د عکس سرچینه، Robert Hoetink/Getty Images
فرانسوي پولیسو د دې هېواد په لیوین ښار کې هغه ښځه نیولې ده چې جنازو ته به تلله او د مړو له تابتونو به یې ګاڼه پټول.
دا شپېته کلنه ښځه وروسته له هغه ونیول شوه چې د یوه مړي کورنۍ پرې شکمنه شوه او پولیسو ته یې حال ورکړ.
دغه ښځه په دې پلمه جنازې ته ورغلې وه چې ګواکې د مړي خپلوانه ده او غواړي روح ته یې دعا وکړي.
د مړي کورنۍ او خپلوانو هم ورته پام شوی نه و او اجازه یې ورکړې وه چې تابوت ته ور نږدې شي او مړی وګوري.
خو د دوی وروسته پام شو چې د ښځینه مړي ګاڼه، د هغې د غاړې امېل، ګوتمه او والۍ یا لښتۍ نشته.
یادې کورنۍ پولیس خبر کړل، پولیسو پلټنې پیل کړې او د یوې شپېته کلنۍ ښځې د کور تلاشۍ پر مهال یې ټول ورک شوي ګاڼه وموندل.
د پلټنو پر مهال څرګنده شوه چې دې ښځې په هماغه جنازه کې د یو بل سړي بټوه هم غلا کړې وه.
د کور د تلاشۍ پر مهال یې پولیسو د نورو جنازو اعلانونه او په اړه یې مالومات هم وموندل.
دغه ښځه د غلا په تور د پولیس لخوا نیولې شوې ده او راتلونکی کال به محکمې ته وړاندې کېږي.





















