لبنان کې د تېلو پر ټانکر چاودنې ۲۰ کسان وژلي

لبنان

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، د لبنان پخواني لومړي وزیر سعد حریري په ټویټر لیکلي: ''د عکار وژنه د (بیروت) په بندر کې له وژنې سره توپیر نه لري. ''
د خپرېدو وخت

د لبنان په شمال کې د تېلو د یو لېږدونکي ټانکر په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د لبنان سره صلیب ویلي دا پېښه عکار سیمه کې شوې.

دغه سازمان همدا راز د سیمې روغتونونو ته د دې پيښې د ۷ ټپیانو او د وژل شویو د جسدونو د لېږدېدو خبر ورکړی.

خو د لبنان سره صلیب له دې سره هممهاله دا هم ویلي چې د سیمې روغتونونو کې وینې ته بېړنۍ اړتیا ده.

پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي انځورونه د یکشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې یوه لویه اورلګېدنه ښيي.

تر اوسه د دې چاودنې لامل مالوم نه دی.

لبنان په دې وروستیو کې د تېلو له کمښت سره مخامخ او په دې لړ کې وخت ناوخت د تېلو د ټانکرونو د غلا راپورونه هم ورکړ شوي دي.

د لبنان پوځ د شنبې پر ورځ ویلي و چې د تېلو د پلورونکو لخوا زرګونه لیټره احتکار شوي تېل او نور سوند توکي یې نیولي دي.

د لبنان پخواني لومړي وزیر سعد حریري د عکار چاودنه د بیروت په بندر کې د تېر کال له چاودنې سره پرتله کړې ده.

ښاغلي حریري په ټویټر ولیکل: ''د عکار وژنه د (بیروت) په بندر کې له وژنې سره توپیر نه لري. ''

هغه د لبنان د ولسمشر په ګډون له جګپوړو چارواکو غوښتي چې مسؤلیت ومني او استعفاء ورکړي.