د بیروت کلتوري خزانو ته اوښتی زیان

د ویډیو تشریح، د بیروت کلتوري خزانو ته اوښتی زیان
د خپرېدو وخت

څو ورځې وړاندې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې خورا ډېر ځاني او مالي زیان یې واړاوه. یو شمېر لرغونې ودانۍ او کلتوري خزانې یې هم ویجاړې کړي. ځینو ته خو دومره زیان اوښتی چې د بیا ودانولو شونتیا یې هم لږ ده. دا او نور شکیبا حبیب په هنري شېبو کې راټول کړي.