ایران کې د اوبو او برېښنا ستونزه؛ د تهران په زړه کې د خامنه اي او حکومت پر ضد شعارونه

تهران

د عکس سرچینه، Social media

د خپرېدو وخت

د ایران له پلازمېنې تهرانه داسې ویډیو کلپونه ترلاسه شوي چې ګڼ شمېر احتجاج کوونکي په کې د ښار په زړه کې د حکومت او د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه اي پر ضد شعارونه ورکوي.

احتجاج کوونکي خپلو شعارونو کې وایي، 'مرګ پر دېکتاتور' او 'خامنه اي حیا وکړه او ایران پرېږده'.

په یوه بل کلپ کې ليدل کېږي چې احتجاج کوونکي د ایران پخواني واکمن رضا شاه په ملاتړ شعارونه ورکوي.‌

دا د هغو احتجاجونو برخه ده چې کابو لس ورځې وړاندې په خوزستان کې پیل شول او اوس د ایران نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي.‌

د خوزستان لاریونونه او احتجاج هغه سیمه کې د څښاک اوبو د نشتون پر ضد پیل شوي وو او لا هم دوام لري.‌

تهران کې د کورونا وبا خراب وضعیت له کبله یوه اوونۍ رخصتي وه، خو له یادې رخصتۍ وروسته نن دوشنبه دې ښار کې خلک لارو کوڅو ته راووتل.‌

لاریونوال له دې کبله هم غوسه وو چې تهران کې له تېرو څو اوونیو راهیسې د برېښنا ستونزه ډېره شوې.

خوزستان کې د لاریونونو پیل

اعتراضات خوزستان

د عکس سرچینه، Social Media

د ایران سویلي سیمو کې د اوبو کمښت په تړاو لسمه پرلپسې ورځ احتجاجونه دوام لري.

د خوزستان سیمې له لسو ډېرو ښارونو کې ګڼ شمېر کسان تېرو څو ورځو کې لارو کوڅو ته وتلي او د څښاک اوبو غوښتنې لپاره احتجاجونو کوي.

څو ورځې وړاندې دوه کسان دې احتجاجونو کې وژل شوي هم وو. چارواکو هغه مهال ویلي وو، ''بلواګرو '' هوايي ډزې کړې، چې له کبله یې دغه دوه کسان وژل شوي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، اعتراض د خوزستان د خلکو حق دی، خو په ورته مهال وايي، د اعتراضونو په لړ کې ښايي ځینې ''نااهل کسان '' وسلې ته لاسرسی ومومي.

ښاغلي روحاني له خلکو غوښتي له قانوني لارې دې خپل اعتراضونه تعقیب کړي او په وینا یې باید ''دښمن ته د ناوړه ګټې اخیستنې '' اجازه ور نه کړي.

له یوې اوونۍ اوږدو احتجاجونو وروسته د بندونو اوبه خوشې شوې دي.

د خوزستان په احتجاجونو کې د ایران عرب لږکیو پاموړ حضور درلود، خو احتجاجونه یوازې په دوی پورې محدود نه وو، بلکې په کرج، یزدان شهر، اصفهان او تهران کې هم یو شمېر کسانو د خوزستان له خلکو سره د یوموټیوالي په پار احتجاجي غونډې کړې دي