روسیه: فساد ضد عملیاتو کې داسې تشناب موندل شوی چې سره زر پکې کارول شوي

یو زرین تشناب چې ویل کېږي په فساد کې د ککړو پولیس افسرانو اړوند دی

د عکس سرچینه، sledcom.ru

د عکس تشریح، یو زرین تشناب چې ویل کېږي په فساد کې د ککړو پولیس افسرانو اړوند دی
د خپرېدو وخت

روسیه کې چارواکو په اداري فساد کې د ککړو پولیسو پر ضد د عملیاتو بهیر کې د یوه داسې تشناب په ګډون چې سره زر پکې کارول شوي، په یوه ودانۍ کې یو شمېر ګران بیه توکي موندلي دي.

د فساد ضد پلټنو لپاره ګومارل شوې کمېټې (اس کي) مسوولینو پر وېبپاڼه یوه خپره شوې ویډیو کې دغه ودانۍ لیدل کېږي، چې په طراحي کې یې خورا ګران بیه توکي کارول شوي دي.

دا له هغو ګڼ شمېر ودانیو یوه ده، چې چارواکي وايي، دوی تالاشي کړې دي.

چارواکي وايي، د سویلي ستافروفول سمیې ترافیک پولیسو مشر الکس سافونوف یې له شپږ نورو کسانو سره دې لړ کې نیولی دی.

پر ځايي ترافیک پولیس تور پورې شوی، چې د بډو رشوتونو بدل کې یې کاروباریانو ته جعلي جوازونه ورکړي.

ویل کېږي د همدې جوازونو پر مټ ډرېورانو په غیر قانوني توګه د غلو، دانو او ودانیزو توکو بارونه له امنیتي پوستو تېرول.

تورونو کسانو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

د فساد مخنیوي دې عملیاتو کې د روسیې شمالي قفقاز ټولو پولیس ادارو ګډون درلود.

اس کي کمېټې مسوولین وايي، د ترافیک پولیسو دفترونو په ګډون یې اتیا ځایه تالاشۍ کړې او د نغدو پیسو او ګران بیه موټرو په ګډون یې داسې پرېمانه توکي موندلي چې د بډو رشوتونو په توګه اخیستل شوي وو.

SK video grab showing villa exterior

د عکس سرچینه، sledcom.ru

د عکس تشریح، د ایس کي کمېټې ویډیو کې ادعا شوې چې دا ګرانه بیه ودانۍ په فساد کې د ککړو پولیسو ډلې اړوند وه.
ان د پخلنځي په رغاونه کې هم له زرو کار اخیستل شوی

د عکس سرچینه، sledcom.ru

د عکس تشریح، ان د پخلنځي په رغاونه کې هم له زرو کار اخیستل شوی
Bedroom in luxury villa

د عکس سرچینه، sledcom.ru

د عکس تشریح، یو سیاستوال دا ډله مافیايي ډلو ته ورته بللې

ایس کي په روسیه کې د امریکا د ایف بي ای په څېر د پلټنو یوه فدرالي اداره ده، چې وايي، د سافونوف ډلې له څو کلونو راهیسې رشوتونه اخیستي چې کچه یې تر ۱۹ میلیونو روبلو زیاته ده.

که یې په محکمه کې جرم ثابت شي، ښايي الکس سافونوف ته تر ۱۵ کالو پورې زندان سزا ورکړل شي. یو بل نیول شوی افسر الکساندر ارژانوخین دی، چې الکس سافونوف یې ځایناستی و.