د بښنې نړیوال سازمان: چین په شینجیانګ کې د بشر ضد جرمونه ترسره کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان په خپل یو تازه رپوټ کې تور لګولی چې د چین حکومت په شمال لویدیځ شینجیانګ ایالت کې د اویغوریانو او نورو مسلمانو لږکیو پر ضد د 'بشر ضد جرمونه' ترسره کړي.
د پنجشنبې پر روځ خپاره شوي رپوټ کې یاد سازمان ویلي، چین شینجیانګ کې اویغور، قزاق او نور لږکي په جبري توګه زنداني کړي، تر څار لاندې یې نیولي او شکنجه کړي یې دي.
یاده دې وي چې چین په دوامداره توګه په شینجیانګ کې د بشر ضد جرمونو تورونه په کلکه ردوي، خو د بښنې نړیوال سازمان پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د دې پېښو په اړه دې پلټنې وکړي.
د دې سازمان مشرې اکنیز کالامارډ په چین تور لګولی چې یاده سیمه یې 'په دوزخ بدله کړې'. نوموړې ویلي.
"دا خبره باید د انسانانو وجدان ته ټکان ورکړي چې په دومره لوی شمېر خلک شکنجه کېږي، ذهنیت یې ور بدلول کېږي او په جبري بنډغالو کې ناوړه چلن ورسره کېږي. میلونونه نور وګړي په وېره کې ژوند کوي او تر څار لاندې دي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان خپل ۱۶۰ مخه تازه رپوټ له هغو ۵۵ کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی چې په شینجیانګ کې یې د چین جبري پنډغالو کې بند موده تېره کړې.
په رپوټ کې راغلي چې یاده سیمه کې خلک په جبري توګه زنداني شوي او د ازادۍ نړیوال حق یې تروړل شوی، شکنجه شوي او ناوړه چلن ورسره شوی دی.
له دې وړاندې د بشري حقونو څار ډلې 'هیومن رایټس واچ ' هم تېره اپرېل میاشت کې خپل یو رپوټ کې پر چینایي حکومت تور لګولی و چې د بشر ضد جرمونه یې ترسره کړي.
یو شمېر لویدیځو هېوادونو هم پر چین تور لګولی چې په شینجیانګ کې یې د ترک-نژاده لږکیو 'نسل وژنه' روانه کړې.
















