چین له ۲۰۱۴ راهیسې تر ۶۳۰ اویغور امامان او مذهبي شخصیتونه نیولي

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کاشغر کې سهار لمونځ ته یو سړی جومات ته روان دی.
د خپرېدو وخت

د اویغور حقونو ډله په نوې څېړنه کې وایي، چین له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سینکیانګ کې تر ۶۳۰ امامان او نور مذهبي شخصیتونه او عالمان نیولي یا بندیان کړي دي.

د اویغور انساني حقونو پروژې په نوم څېړنې- چې له بي بي سی سره هم شریکه شوې- داسې شواهد موندلي چې ښيي اتلس عالمان په بند کې یا تر ازادېدو لږ وروسته مړه شوي دي.

ډېری نیول شوي عالمان هم "د تودلارۍ په تبلیغولو، د ټولنیز نظم د خرابولو لپاره د خلکو په ټولولو او بېلتونپالنې ته په پارولو تورن شوي دي. "

خو د دې امامانو او عالمانو خپلوان وايي، پر نیول شویو کسانو د تورونو تر شا اصلي جرم تر ډېره مذهبي ویناوې، د جمعې لمونځ او یا هم ان د یوه امام په توګه چلن دی.

د د سینکیانګ د قبا سیمې د ۵۱ کلن قزاق امام اوکان محمت د نیولو یادښت ښيي چې د توندلارۍ تبلیغولو په تور نیول شوی، خو د سینکیانګ قربانیانو ډیټابېس د مالوماتو له مخې د هغه کورنۍ وايي، نوموړی د جمعې لمونځ د امامت او جومات کې د ودونو مراسمو له امله نیول شوی دی.

د نوموړي بند له اتو تر لسو کلونو رپوټ شوی دی.

کاشغر کې تړل شوی جومات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کاشغر کې تړل شوی جومات

د اویغور انساني حقونو ډلې د محکمې د اسنادو، د کورنیو د شواهدو او خصوصي او عامه ډیټابېسونو کې د رسنیزو رپوټونو د ارزولو له مخې په ټول کې د یو زرو شپږ څلوېښت عالمانو برخلیک څارلی، چې اکثریت یې اویغور دي.

په داسې حال چې د یو زر شپږ څلوېښتو عالمانو نیول رپوټ شوي، خو پر مالوماتو د چین د سخت کنټرول له امله ډېرو پېښو کې کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.

د محکمې سندونه او له شاهدانو ترلاسه شوي مالومات دې برخه کې د سینکیانګ د عدالت سخته سزا ښيي چې پکې ډېر نیول شوي کسان پر پنځه کاله بند، نور په ۲۰ کاله یا ډېر او ۱۴ هم په عمر بند محکوم شوي دي.

پر ۲۰۱۴ کال اویغوریان کاشغر کې لمونخ کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۴ کال اویغوریان د کاشغر یوه جومات کې لمونخ کوي.

د دې څېړنې له مخې د ځانګړو مذهبي شخصیتونو په نښه کول دا ادعاوې پیاوړي کوي چې بېجینګ د اویغور مذهبي دود له منځه وړلو او هان چینايي کلتور ته د دوی د اړ اېستلو هڅه کوي.

چین دا ډول ادعاوې ردوي او وايي، سینکیانګ کې د بیا پوهاوي پروګرام موخه یې اویغوریانو او نورو مسلمان لږکیو کې د توندلارۍ مخنیوی دی.