کورونا وېروس؛ د چینایي واکسین ۷ لکه ډوزه مرسته کابل ته ورسېده

د عکس سرچینه، MOPH
د چین لخوا افغانستان سره د کورونا وېروس ضد ۷ لکه ډوزه واکسین مرسته د پنجشنبې پر ورځ کابل ته ورسېده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له دې سره به په هېواد کې د واکسیناسیون درول شوی بهیر د شنبې له ورځې له کابله بېرته پیل شي.
افغان حکومت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د کورونا واکسین ختمېدو له کبله ټول هېواد کې د واکسیناسیون بهیر دروي.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته شویو کسانو د لوړ شمېر ريپوټونه ورکړل شوي.
د افغانستان د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۲۲ د کورونا وېروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورنا له امله ۵۶ تنه مړه شوي هم دي. دا شمېرې د تېرې ورځې پرتله ډېرې دي.
کارپوهان وایي، د دې امکان شته چې په افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو او له دې ناروغۍ د مړو غیري اصلي شمېرې له هغه ډېرې وي چې ثبتېږي.
افغانستان کې د کورونا وېروس دریمه څپه دوام لري او له کبله یې حکومت اړ شوی چې تعلیمي ادارې رخصت کړي او ځینې نور بندیزونه هم ولګوي.
هند کې کورونا یوه ورځ کې شپږ زره کسان ووژل

د عکس سرچینه، Reuters
هند کې د پنجشنبې په ورځ له کورونا د مړو کسانو شمېر ۶ زره ۱۴۸ اعلان شو. دا په نړۍ کې د کورونا وېروس له پیلېدو راهیسې لومړی ځل دی چې دومره ډېر کسان په یوه ورځ په یوه هېواد کې له کورونا مړه کېږي.
تر دې مخکې په یوه ورځ تر ټولو ډېر کسان تېره فبروري په امریکا کې مړه شوي وو، چې شمېر یې ۵ زره ۴۴۴ و.
د هند دویم ستر ښار بیهار صوبه کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر ته د بیا کتنې له امله په دغه هېواد کې د کورونا د ورځنیو قربانیانو شمېر دومره ډېر او نوی ریکارډ یې جوړ کړ.
دا پرمختیا په داسې مهال ده چې وروستیو ورځو کې په هند کې له کورونا د مړو کسانو شمېر کمېده او مختلفو ایالتونو کې ځینې محدودیتونه هم لرې شول.
هند کې تېرو ۲۴ ګړیو کې له ۹۴ زرو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او دې سره دغه هېواد کې له ۲۹ میلیون او دوه لکو ډېر کسان کورونا شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې هند کې له درې لکه ۵۹ زرو ډېر کسان له کورونا مړه شوي دي.
د امریکا ۵۰۰ میلیون ډوزه واکسین

د عکس سرچینه، PA MEDIA
امریکايي رسنیو ویلي، د ولسمشر جو بایډن اداره په راتلونکو دوو کلونو کې نژدې ۱۰۰ هېوادونو ته د کورونا وېروس ضد فایزر واکسین ۵۰۰ میلیون ډوزه چمتو کوي.
کابو ۲۰۰ میلیون ډوزه واکسین به په روان ۲۰۲۱ کال او پاتې به په راتلونکي ۲۰۲۲ کال کې ووېشل شي.
پر امریکا فشار دی چې په بې وزله هېوادونو کې د واکسیناسیون کچه باید لوړه کړي.
دا ګام وروسته تر هغه اخیستل کېږي چې جو بایډن د ولسمشر په توګه په خپل لومړي سفر کې بریتانیا ته رسېدلی دی.
سپینې ماڼۍ لا تر اوسه په رسمي توګه د نړۍ هېوادونو ته د ۵۰۰ میلیون ډوزه واکسین پلان نه دی اعلان کړی.
خو کله چې له ښاغلي بایډن وپوښتل شول ایا د امریکا حکومت نړۍ کې د واکسیناسیون لپاره کومه مشخصه تګلاره لري او که نه، نوموړي الوتکې ته له پورته کېدا مخکې وویل "یوه تګلاره لرم، چې اعلان به یې کړم."
رویټرز خبري اژانس ویلي د امریکا حکومت به ۹۲ ټیټ عایده او د افریقايي ټولنې غړو هېوادونو ته د کورونا ضد وړیا واکسین ورکړي.
د واکسین د وېش په دې لړۍ کې به د کوواکس واکسین هغه پلان مخته بېول کېږي چې تېر کال یې د شتمنو او بې وزله هېوادونو ترمنځ د واکسین د برابر وېش لپاره جوړ کړی دی.
مخکې امریکا ویلي وو چې د کوواکس واکسین ۶۰ میلیون ډوزه به د نړۍ نورو هېوادونو ته ورکړي.
په سوفولک کې د بریتانیا شاهي هوايي ځواکونو اړوند هوايي ډګر ته تر رسېدا مخکې د ښاغلي بایډن هرکلي ته ګڼ خلک ورغونډ شوي وو.
په دغه اډه کې ښاغلي بایډن امریکايي پوځیانو ته په خطاب کې د دوی کړنې وستایلې او خپل هغه مړ شوی زوی (بو) یې هم یاد کړ چې په ملي ګارد کې یې خدمت کړی دی.
په پام کې ده چې ښاغلی بایډن به نن (پنجشنبه) د انګلستان په جنوب لوېديځ کې د اوو هېوادونو تر سرمشریزې پیلېدا مخکې د بریتانیا له لومړي وزیر بورېس جانسن سره وویني.
د ښاغلي بایډن په دې اته ورځني سفر کې به هغه د بریتانیا له ملکې سره هم وګوري او د ناټو د سرمشریزې د مشر په توګه به د شمالي اتلانتیک د تړون غونډه کې هم ګډون وکړي.
د امریکا ولسمشر به اروپا ته د خپل سفر په پای کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم په جنیوا ښار کې وویني.























