امریکا: واکسین شوي خلک له ماسک پرته له یو بل سره لیدلی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې د ناروغیو د وقایې او مبارزې مرکز د خوندیتوب ځینې تازه لارښوونې خپرې کړې. وايي، هغه وګړي چې واکسین شوي، له یو بل سره له ماسک پرته لیدلی او بېرته ورو-ورو عادي ژوند ته راګرځېدلی شي.
په دې نویو لارښوونو کې راغلي، هغه کسان چې واکسین شوي له واکسین شویو نورو خلکو او یا له هغو سره چې واکسین یې لا نه دي لګولي لیده کاته کولی شي.
دغه مرکز واييو د کورونا وېروس د مخنیوي واکسین اغېز له دویم ډوز دوه اونۍ وروسته مالومېږي.
په امریکا کې تر اوسه شاوخوا ۳۰ میلیون خلکو ته د کورونا وېروس واکسین لګولی شوی.
په امریکا کې د روغتیا اړوندو چارواکو د دو شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د کورونا وېروس د مبارزې اړوندې جرګه ګۍ په یوه خبري غونډه کې د سلامتیا دا نوې لارښوونې اعلان کړې.
په دې لارښوونو کې راغلي، هغه کسان چې د کورونا واکسین یې بشپړ کړی، لاندې کارونه کولی شي:
- په سرپټو ځایونو کې له هغو کسانو سره چې واکسین یې بشپړ کړی، له ماسکونو پرته لیدلی شي خو ټولنیز واټن به مراعاتوي.
- له هغو خلکو سره هم لیدلی شي چې لا نه دي واکسین شوي، خو د دوی د کورنیو غړي دي او د کورونا وېروس شدیدې نښې پکې نه دي لیدل شوې.
- که د کورونا نښې پکې پیدا شي، نور د کورونا وېروس ازموینې او قرنطین ته (نه) ویلی شي.
په امریکا کې هره ورځ د کورونا وېروس د واکسین متقاضیان په ډېرېدو دي.
تر اوسه د کورونا وېروس تر ۹۰ میلیون ډېر ډوزه واکسین وېشل شوي دي.
اوس واکسین د جانسن انډ جانسن شرکت یو واکسین چمتو کړی چې یوازې یو ډوز لګول کېږي.
خو روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي چې لاهم کوویډ-۱۹ یو لوی خطر دی.
په امریکا کې د ناروغیو د وقایې او مبارزې مرکز مشرې روشیل والینسکي ویلي: "تر ۹۰ سلنې ډېر وګړي لاهم د کورونا وېروس ضد واکسین نه دی ترلاسه کړی".

د عکس سرچینه، Getty Images
دا زیاتوي: "زموږ مسئولیت دا دی چې هره ورځ د کابو ۶۰ زره نویو پېښو په راتلو سره د ډېرو خطرناکو کسانو لپاره وقایه ډېره کړو".
شمېرې ښيي، چې تر اوسه په امریکا کې په کورونا وېروس شاوخوا ۲۹ میلیون وګړي اخته شوي او ۵۲۵ زره مړه شوي دي.
سپینې ماڼۍ ویليو ولسمشر جو بایډن به راتلونکې پنجشبه د کورونا وبا د بندیزونو او بندون د یو کال تېرېدو په مناسبت وینا وکړي.
تېره اونۍ ښاغلي بایډن ویلي وو، امریکا به د راتلونکې مې میاشتې تر پایه په دې خاوره کې هر بالغ تن ته د کورونا ضد واکسین چمتو کړي.




















